د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ايشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د كلانتان صوبې يو چارواكی ، نيك عزيز نيكمت د اوری د مياشتې په دولسمه نېټه د دغې صوبې د سياحت له مركز څخه په يو درخواست كښې د بهرنيو سيلانيانو لخوا د اسلامی اصولو او طور طريقو د خيال ساتنې په ضرورت باندې تاكيد وكړ.
هغۀ د دغه مركز له مسئولانو څخه وغوښتل چې د يو لړ لارو چارو په غوره كولو سره دې بهرنی سيلانيان د ځاے ادارو د حجاب او پردې د قوانينو چې د اسلامی معيارونو مطابق دی خيال ساتنې ته وهڅوی.
د دغه رپوټ له مخې د ملېشيا حكومتی مسئولان په دغه هېواد كښې د بهرنيو سېلانيانو لپاره د اسلامی ستر او پردې په ضرورت باندې تاكيد كوی ځكه چې ملېشيا يو اسلامی هېواد دے.
976589