IQNA

14:46 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300922

د قران شريف د سپكاوی كوونكو صهيونېسټانو په خلاف د قضائی اپيل برابرول

نړيواله ډله: د اسرائيلو د پارلېمان (كنسټ) عرب استازی احمد الطيبی د اسرائيلو د ښی لاسو فعالانو د يوې ډلې لخوا د قران شريف د سپكاوی په غبرګون كښې د هغوی په خلاف په رسمی توګه د قضائی اپيل له برابرولو څخه خبر وركړ.

د سی اېن اېن په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسرائيلو د پارلېمان (كنسټ) عرب استازی احمد الطيبی چې خپله هم د اسرائيلو د ښی لاسو ګوندونو د فعالانو لخوا د سپكاوی هدف ګرځېدلے دے څرګنده كړه: د قران او د مسلمانانو د مقدساتو په نسبت د دغې ډلې سپكاوے له اسلام سره د هغوی د دښمنۍ، اخلاقی او سياسی فساد او پستۍ ښودنه كوی.
احمد الطيبی په دوام كښې زياته كړه: د اسرائيلو د ښۀ لاسو په خلاف قضائی اپيل به په راتلونكو دوو هفتو كښې د يو لړ ضروری شواهدو او دلائلو له راغونډولو نه پس په رسمی توګه وړاندې كړو.
اورپكو او ښی لاسو يهوديو فعالانو له دې مخكښې په فېس بوك اجتماعی سایټ كښې د اسرائيلو مسئولانو په ذاتی وېبپاڼو كښې په ګستاخانه توګه د مسلمانانو مقدس كتاب قران شريف له پوښتنې لاندې راوست او ادعا یې وكړه چې قران شريف په يويشتمه پېړۍ كښې په جرمنی كښې د نازيانو د مشر آډلف هېټلر د «Mein Kamph» يعنې زما جنګ نومې كتاب په شان دے.
د قران شريف په نسبت د اسرائيلو د اورپكو يهوديانو سپكاوے څه نوې خبره نۀ ده له دې مخكښې هم د صهيونېسټ رژيم ځواكونو په نيواكی زمكو كښې د يو شمېر جوماتونو په سوزولو سره د قران شريف يو شمېر نسخې هم وسوزولې او په نړۍ كښې د له يو مېليارډ نه د زياتو مسلمانانو د احساساتو د زخمی كولو سبب شوی وو.
980538
captcha