IQNA

په سعودی عرب كښې د نمانځۀ په وخت په اجباری توګه چوټی كولو جنجال رامنځته كړ

14:47 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300923
نړيواله ډله: د سعودی عرب ستر مفتی د نمانځه په وخت د تجارتی ځايونو د تړلو د نۀ اجباری والی په حقله د دغه هېواد د عمومی څارنوال او د تحقيقی كمېټۍ د غړی د څرګندونو په غبرګون كښې له دغو څرګندونو سره د سخت مخالفت په ترڅ كښې هغه دروغجن او دجال وبالۀ
د saudinow اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د سعودی عرب ستر مفتی شېخ عبدالعزيز آل شېخ چې په اسلامی شريعت كښې له فساد مبارزه نومې سيمينار كښې چې د رياض په تركی بن عبدالله نومې ستر جومات كښې جوړ شوے وو په خپله وېنا كښې وويل: د نمانځۀ په وخت د تجارتی مركزونو او دوكانود خلاصولو او راكړې وركړې ته د خلكو رابلل يو غلط كار دے او هغه كسان چې دا كارونه كول غواړی دجال او دروغجن دی او دا كار یې د سزا وړ دے.
سعودی شېخ عبدالله العويلط له دې مخكښې په سعودی كښې د نمانځه په وخت د تجارتی مركزونو او دوكانونو بندولو ته د خاوندانو د مجبورول په اړه د امر باالمعروف د پوليسو د اقدام تر پوښتنې لاندې راوستلو سره اعلان كړے ؤ چې د نمانځۀ په وخت د بازارونو تړل يو بې بنياده بدعت او د عقل او دين په خلاف چاره ده.
980624
captcha