د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن د دې شورا له مشر او غړو سره په ليدنه كې د د نظام د مصلحت پيژندنې شورا په اسلامی نظام كې د پوهې او تدبير مظهر وباله او ټينګار ېې وكړ هغه مصلحت چې دا شورا ېې وركوی بايد د غړو غوڅ اكثريت پر هغې باور ولری.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ايی په اساسی قانون كې دد ې شورا دندو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د نظام د ټوليزو سياستونو په اړه د رهبرۍ مقام ته سلا مشوره وركول او د دې سياستونو تنظيم چې په اصل كې د دری ګونو قواوو او نظام اصلی نقشه جوړوی د نظام د مصلحت پيژندنې د شورا يوه تر ټولو مهمه دنده ده ږ
حضرت آيت الله خامنه ای د هيواد د ستونځو حل د دې شورا بله دنده وبلله او ټينګار ېې وكړ د مصلحت پيژندنې د شورا دنده په هغو مواردو كې ده چې په مسئلو كې بندون را منځته شوئ وی .
هغوی د مصلحت پيژندنې په چوكاټ كې د مصلحت مهم والئ يوه بل مهم كار وباله او ټينګار ېې وكړ بايد د ټولو هغه احكامو چې د مصلحت په توګه صادریږی وخت او پړاو مشخص وی .
حضرت آيت الله خامنه ای همداراز د هيواد او نظام مخ په وړاندې حركت ته په اشارې سره زياته كړه دا شورا بايد د هيواد مسايلو ته په مثبت نظر و ګوری او د هيواد له پرمختګ سره مرسته وكړی ږ
هغوی زياته كړه دا شورا بايد په نوی پړاو كې په جدی شتون سره د موضوعاتو په دقيقه څیړنه كې په تاندوالی او هوډ سره په خپلو دندو عمل وكړی
781217