IQNA

سردار جعفری: اسلامی ايران په بشپړ قدرت كې دی

14:47 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2300939
سياسی ډله: د ايران د وسله وال پوځ پاسدارانو لوی درستيز، جنرال سردار جعفری د ايران د اسلامی جمهوريت دفاعی قدرت د اسلامی ايران پرضد د دښمنانو د هرډول بلوا غواړو خوځښتونو غنډ وباله.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د وسله وال پوځ سپاه پاسداران لوی درستيز او قوماندان د دفتر د رپوټ له مخې، د ايران د وسله وال پوځ لوی درستيز، سردار جعفری د دې ارګان له چارواكو او كار كوونكو سره په كتنه كې وويل چې په سيمه او نړۍ كې د ايران د اسلامی جمهوريت دفاعی قدرت، له دښمنانو نه د ايران پرضد د هر ډول بلوا غواړو سياستونو د پلی كېدو او خوځښت جرئت اخيستی دی.
هغه د دې په بيانولو سره چې د ايران پرضد د صهيونيسټانو ګواښوونه، هسې چټی لاپې دی، زياته یې كړه چې د ا يران د اسلامی جمهوريت وسله وال پوځ، له بل هروخت ډېر له دښمنانو سره د مقابلې لپاره چمتو دی او تل ددښمنانو غوځښتونه څاری.
981436
captcha