IQNA

د لبنان يو پلاوے د امام موسی صدر د برخليك د تعقيبولو لپاره لېبيا ته لاړ

23:42 - April 09, 2012
د خبر لمبر: 2301311
نړيواله ډله: د لبنان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وكړ: د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ يو وفد د اوری د مياشتې په شلمه نېټه د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د برخليك د تعقيبولو لپاره لېبيا ته لاړ.
د ((المنار)) اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې دغه وفد د لبنان د بهرنيو چارو او مهاجرو وزير عدنان منصور په مشرۍ وړمه ورځ د لېبيا پائتخت طرابلس ته لاړ.
د دغه رپوټ له مخې د دغه سفر يو بل هدف د لبنان او لېبيا د دوو اړخيزو تعلقاتو په حقله خبرې اترې دی.
له دې مخكښې هم د لبنان د بهرنيو او مهاجرو د چارو وزير د يو پلاوی په مشرۍ د امام موسی صدر د برخليك د تعقيبولو لپاره لېبيا ته سفر وكړ او په دې لړ كښې یې د دغه هېواد له مسئولانو سره كتنه او خبرې اترې كړې وې.
980894
captcha