IQNA

په انتخاباتو كښې د مبارك د مرستيال نامزدېدل د انقلاب سپكاوے دے

8:58 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2301436
نړيواله ډله: د مصر د اخوان المسلمين استازی د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د حسنی مبارك د مرستيال او د دغه هېواد د اسختباراتو د پخوانی مشر نامز كېدل د مصر د انقلاب توهين او سپكاوے دے.
د swissinfo اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د اخوان المسلمين نامزد خيرت شاطر وويل: د حسنی مبارك د مرستيال او د مصر د استخباراتو د پخوانی مشر عمر سليمان نامز كېدل د انقلاب سپكاوے دے او په انتخاباتو كښې د هغۀ كاميابی به په دغه هېواد كښې د يو بل انقلاب سبب وګرځی.
خيرت شاطر څرګنده كړه: زۀ په انتخاباتو كښې د عمر سلېمان له شتون سره موافق نۀ يم او د هغۀ نامز كېدل د انقلاب توهين ګڼم، ځكه چې سليمان د مبارك يو لوړ رتبه مرستيال او معاون ؤ او كله چې نسكور شوے ولسمشر په تنګسه كښې راغے نو دې یې خپل مرستيال جوړ كړ.
شاطر د دې په بيانولو سره چې عمر سليمان په انتخاباتو كښې په كاندېد كېدو سره يوه لويه تېروتنه كړې ده وويل: زۀ عقيده لرم چې دې به يوازې په ټګۍ ټورۍ سره ځان په انتخاباتو كښې كامياب كړی او كه دې كامياب شی نو انقلاب به بيا له سره شروع كیږی.
يو بل رپوټ وائی: د مصر د اخوان المسلمين سياسی څانګې ((ازادی او عدالت)) ګوند د دغه ګوند مشر محمد المرسی د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو كښې د بديل نامز په توګه معرفی كړ. دا اقدام په داسې حال كښې بڼه نيسی چې دغې ډلې په دې وروستيو وختونو كښې خيرت شاطر د انتخاباتو د نامز په توګه معرفی كړے ؤ. دغه انتخابات ټاكل شوې ده د مۍ په ٢٣ او ٢٤ نېټه وشی.
981393
captcha