IQNA

اسرائیل  ولې د حزب‌الله په تسلیمولو کې بې وسه دی؟(مقاله)

5:41 - June 21, 2026
د خبر لمبر: 3492936
ایکنا- د لبنان حزب‌الله له کلونو راهیسې ځان د یوې اوږدمهاله جنګ لپاره چمتو کړی دی. د لبنان په جنوب کې دسرنګونو کندل  او تر ځمکې لاندې پناهځایونو پراخ او پېچلی چینل جوړ  شوې چې د ځواکونو او د توغندیو د ویشتلو ځایونو موندل او په نښه کول د هر پوځ لپاره، حتی که بشپړ هوائي برلاسی هم ولري، ډېر ستونزمن کوي.

ایکنانیوز  ر اپور راکوي، د  د لبنان د حزب‌الله  مبارز ولسی  غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم  ویلي دي، دښمنانو هڅه وکړه چې د لبنان له حکومته په ناوړه  استفادې  او د یوه غیر قانوني حقوقي چوکاټ په رامینځته کولو سره د مقاومت د له مینځه وړلو زمینه برابره کړي، خو صهیونیسټي وحشی  او تیریګر  دښمن نه یوازې د حزب‌الله په تسلیمولو کې پاتې راغلی، بلکې مونږ د بریا لپاره مبارزه کوو.

پوښتنه دا ده چې د تېرو درو کلونو له سختو بریدونو او درنو بمباریو سره سره،  اسرائیل  ولې ونه توانېد چې حزب‌الله تسلیم کړي؟

د دغې پوښتنې ځواب باید د حزب‌الله د وړتیاوو او امکاناتو له اړخه وڅېړل شي.

د حزب‌الله ولسی غورځنګ  د وړتیاوو له نظره، لومړنی عامل ئې دینی  او عقیدتي بنسټ دی. حزب‌الله په لبنان کې یو داسې غورځنګ دی چې دیني  او عقیدتي بنیاد لري. دغه عقیدوي بنسټ د عاشورا له پاڅون او د  شیعیانو د دریم امام، حضرت امام حسین (ع) د کربلا له لارې الهام اخلي؛ یوه  داسې لاره چې د ظلم پر وړاندې تسلیمېدل نه مني او شهادت ویاړ ګڼي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په همدې تړاو  دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عموی می منشي شیخ نعیم قاسم  ویلي دي ؛دښمن زمونږ باورونه، زمونږ استقامت او په ډګر کې زمونږ دوامداره شتون  نه دی مات کړی. موږ د جګړې په ډګر کې حاضر یو او ټولې ستونزې او بندیزونه زغمو. مونږ داسې   غورځنګ  یوو چې له مرګه وېره نه لرو او تل د هغو کسانو پر وړاندې بریالي شوي یو چې مونږ په مرګ ګواښي. تر  دې  چې مونږ دغه اصول د "حسین زموږ لاره ده"  په شعار سره تعقیبوو، بریالي به یو، او هر ګام چې د نیواکګرۍ پر وړاندې پورته کېږي، زمونږ لپاره یوه بریا ګڼل کېږي.

دویم عامل د حزب‌الله  پوځي جوړښت او پوځي وړتیا ده.

حزب‌الله په لبنان کې یو منظم او جوړښتيز قدرت  دی او یوازې په شخصیّتونو  پورې تړاو نه لري. د قوماندانانو ترور د دې لامل نه ګرځي چې حزب‌الله له جوړښتي پلوه ړنګ شي.

سربېره پر دې، حزب‌الله له کلونو راهیسې ځان د یوې اوږدمهاله جنګ لپاره چمتو کړی دی. د لبنان په جنوب کې دسرنګونو کندل  او تر ځمکې لاندې پناهځایونو پراخ او پېچلی چینل جوړ  شوې چې د ځواکونو او د توغندیو د ویشتلو ځایونو موندل او په نښه کول د هر پوځ لپاره، حتی که بشپړ هوائي برلاسی هم ولري، ډېر ستونزمن کوي.

دغه بنسټونه د حزب‌الله  مبارزانو ته اجازت ورکوي چې د هوائي بریدونو له زیانونو خوندي پاتې شي او د خپلو توغندیو د ویشتلو وړتیا وساتي.

دریم عامل د لبنان د ټولنې په بېلابېلو پرګنو کې د حزب‌الله نفسیاتي او روحاني  نفوذ او ټولنیز ملاتړ دی.

له «ټولنیزو پرګنو » څخه موخه دا ده چې حزب‌الله یوازې د یوه دودیز پوځ په څېر پوځي قدرت  نه دی، بلکې د لبنان د ټولنې، په ځانګړي ډول د دې هېواد د جنوب له خلکو سره ژورې اړیکې لري او د هغوی د ژوند له جوړښت سره  اوبدل شوی دی.

له همدې امله، یو داسې غورځنګ چې پراخ ولسي ملاتړ او پياوړی دیني  باور ولري، د پوځي بمباریو په وسیله نه شي تسلیمېدلی.

نو ځکه، د همدې  دیني ،پوځي  او ټولنیزو ځانګړتیاوو له امله صهیونیستي رژیم په تېرو درو کلونو کې د بمونو او توغندیو په کارولو سره د لبنان د  حزب‌الله په تسلیمولو کې پاتې راغلی دی

په بمونو او توغندیو سره کېدلی شي د یوه قدرت  پوځي وړتیاوې کمزورې شي، خو داسې «ټولنیز او  او دیني او مذهبي هویت» چې د لبنان د ټولنې په ژورو پرګَنو کې ریښې لري، له منځه نه شي وړل کېدلی

د حزب‌الله پر ضد د اسرائیلو د بریدونو دوام به د صهیونیستي رژیم جنایتونه نور هم زیات او د هغو ناکامي لا درنه کړي.

captcha