د ایکنا د راپور له مخې، چې د العهد له خبري سرچینې یې نقل کړی راغلي دي، عراق په دغو شپو ورځو کې په نجف اشرف او کربلا معلی کې د شهیدلارښود آیتالله العظمی سید علي خامنهاي د تاریخي جنازې د مراسمو لپاره پراخ چمتووالی نیسي. ټاکل شوې ده چې دغه مراسم د عراق د بېلابېلو ادارو او ایراني لوري، په ځانګړې توګه په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت، په همغږۍ د چنګاښ د میاشتې په ۱۷ (د جولائی له اتمې نېټې سره سم) ترسره شي.
په بغداد کې د ایران سفارت ته نږدې سرچینو ویلي، د شهید امام سپېڅلی جنازه به د چنګاښ په ۱۷ د نجف نړیوال هوايي ډګر له لارې عراق ته ولېږدول شي. په هوايي ډګر کې به د عراق یو شمېر حکومتي چارواکي، دیني، ټولنیز او سیاسي شخصیتونه د هغه د جنازې رسمي هرکلی وکړي.
له دې وروسته به سپېڅلی جسد د امیرالمؤمنین حضرت امام علي (ع) مطهر حرم ته یوړل شي، څو د زیارت او وروستئ الوداع مراسم ترسره شي.
وروسته به د جنازې کاروان کربلا معلی ته ولاړ شي او په بینالحرمین کې به د خلکو د پراخ ګډون په ترڅ کې د جنازې مراسم ترسره شي.
په پای کې به جسد بېرته د نجف هوايي ډګر ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به د ایران سپېڅلي مشهد ښار ته انتقال شي.
د راپور له مخې، د علوي، حسيني او عباسي سپېڅلو آستانو ادارې، د نجف او کربلا ولایتونه، د عراق د ترانسپورټ، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونه، د حشد الشعبي مبارز ځواک او د عراق د لومړي وزیر دفتر هغه ادارې دي چې د دغو مراسمو د تنظیم او همغږۍ مسئولیت پر غاړه لري.
اټکل کېږي چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو څخه به سلګونه زره، او حتی له یو میلیون څخه ډېر عراقیان په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
همدارنګه، د عراق ګڼ شمېر مشهور دیني، سیاسي، قومي، فرهنګي او پوهنتوني شخصیتونه به هم په دې تاریخي مراسمو کې برخه واخلي.
د نجف او کربلا د جنازې د مراسمو ترڅنګ، تمه کېږي چې سلګونه زره عراقي زائرین به د هغو جنازو په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته سفر وکړي، چې د جولای له څلورمې تر نهمې په تهران، قم او مشهد کې ترسره کېږي.
په همدې موخه، د ایران او عراق اړوندو ادارو له اوسه د ځمکنیو سرحدي لارو او هوائي ډګرونو له لارې د زائرینو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره لازمې همغږۍ پیل کړې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4360878