IQNA

پزشکیان؛ په ډیپلوماتیک بهیر کې د اسلام‌آباد رغنده رول د ستاینې وړ دی

6:33 - June 21, 2026
د خبر لمبر: 3492938
ایکنا -  د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو بهیرونو په ملاتړ کې د اسلام‌آباد د چارواکو  د رغنده رول ستاینه وکړه او له  پاکستان سره ئې د هر اړخیزو ملګرتیاؤ د پراخولو لپاره د تهران پر هوډ ټینګار وکړ.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ  د دفتر له قوله راپور راکړی، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي چې د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته  په سفر راغلی، د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره وکتل او  ورسره ئې خبرې  وکړې.

په دغې کتنې کې د ایران ولسمشر د اوربند او د جګړې پای ته د رسېدو هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو هڅو په ملاتړ کې د پاکستان د حکومت د ورورولۍ، مسؤلیت‌پالنې او ژمنتیا له دریځه مننه وکړه او د ډیپلوماسۍ د لارې په ملاتړ او د مذاکراتو د پایلو په ټینګښت کې ئې د پاکستان رغنده او اغېزمن رول وستایه.

پزشکیان همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت له جدي ارادې سره سم، چې غواړي له پاکستان سره په ټولو ګډو ګټو لرونکو برخو کې اړیکې پراخې او ژوَرې کړي، د دواړو هېوادونو ترمینځ د شته پراخو ظرفیتونو د کارولو پر اړتیا ئې ټینګار وکړ.

په همدې لړ کې پرېکړه وشوه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی، چې د کرهڼې جهاد، صنعت، کانونو او سوداګرۍ او همدارنګه د اقتصاد او مالیې وزیران به هم پکې شامل وي، پاکستان ته سفر وکړي څو د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او نورو ګډو ملګرتیاؤ  د پراختیا لارې چارې وڅېړي او تعقیب ئې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په دې کتنې کې د ایران د اسلامی جمهوریت له  ولسمشر سره د لیدنې او د اوربند او جګړې  ای ته  د رسېدو د هوکړې هرکلی وکړ او د ډاکټر پزشکیان، ډاکټر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني د سیاسي او ډیپلوماتیکو بهیرونو په اغېزشیندونکي مدیریت کې د هغوی د هڅو او تد بیرونو ستاینه وکړه.

سید محسن نقوي همدارنګه د اسلامي انقلاب د ستر رهبر حضرت آیت‌الله العظمی سید مجتبی خامنه‌ای له لارښوونو او هدایتوَنو او د ډیپلوماتیکو بهیرونو په ملاتړ، د کړکېچ  پای ته  په رسولو او د اوربند په ټینګښت کې د هغه د هوښیار او ستراتیژیک رول قدرداني وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تهران او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې د پاکستان حکومت هوډ لري،په ټولو برخو، په ځانګړي ډول اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې، دوه اړخیزې همکارۍ د پام وړ لوړې کچې ته ورسوي.

سید محسن نقوي همدارنګه اعلان وکړ چې په تهران کې به د پاکستان نوی سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا لپاره د ځانګړې دندې په لرلو سره خپل فعالیت پیل کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4359473

captcha