ایکنانیوز راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼې کې لیکلي:«دا یوازې د یوه لېوني او نسلوژونکي بېنومه کس دړکې او سپیرې خبرې نه دي، بلکې دا د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر ښکاره او ښکاره څرګندونې دي.
هغه زیاته کړه: د نسلوژې هغه مرګفرقه چې مرکز ئې په تلآویو کې دی، د ټول بشریت لپاره ګواښ دی. دا بهیر ټول انسانان ګواښي او یوازینی هدف ئې تلپاتې او نه ختمېدونکې جنګ دی .
د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بن گویر په خپل ایکس پاڼې پیغام کې له سختو او پاروونکو عبارتونو څخه کار اخیستی او ویلي یې دي: د هرې اسرائیلۍ مور د اوښکې په بدل کې باید زر لبنانئ میندې غمجنې او وژړیږي.
او همدارنګه«ټول لبنان باید وسوځي!»
هغه په دې څرګندونو کې د دعامو لبنانیانو پر وړاندې د ډلهییزې سزا او پراخ بشري کړاؤ ملاتړ کړی او هر هغه ډیپلوماتیک بهیر ئې رد کړی چې په لوېدیځي آسیا کې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي. نوموړي په ښکاره ډول د تاوتریخوالي، وژنو او نه پایېدونکو شخړو ملاتړ کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4359208 /