ایکنانیوز د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د جمعې په ورځ د اسلامي انقلاب د معظم لارښود د پیغام په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړه چې متن ئې په دې ډول دی ؛
بسم اللّه الرّحمن الرّحیم
د ټولو قواؤ ستر قوماندان او د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله سید مجتبی خامنهاي (دام الله ظله)، په خدمت کې ؛
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
اللهم صل علی محمد وآل محمد وعجل فرجهم
مونږ د خداي تعالی شکر ادا کوو چې یو ځل بیا ئې زمونږ ملت د ولایت له سپېڅلې او رڼې سرچینې څخه خړوبه کړ او زمونږ سترګې یې ستاسو د قدردان پیغام او روښانه لارښوونو په لیدو روښانه کړې. دا حکیمانه پیغام د خلکو د یووالي لیکې لا پیاوړې کړې، په ډګر کې ولاړ ولس او د جنګ د جبهو مبارزان ئې د خپلو بریالیو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره لا هیلهمن کړل او زمونږ د سیاستوالو لپاره ئې د ملت د حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کې یوه ستره پانګه برابره کړه.
اوس چې یرغلګر دښمن د ایران د ملت د تاریخي پاڅون او د اسلام د مبارزانو د اتلولیو په وړاندې ناکام شوی دی، او له هغه دریځه چې غوښتل ئې ایران له نقشې حذف کړي او شاته تاریخ ته ئې وګرځوي، په ناچارۍ سره ئې د تفاهم او مذاکراتو تر غوښتنې شاتګ کړی او د زمونږ د ملت د عظمت په وړاندې په ګونډو شوی دی؛ نو د ملت او مبارزانو تمه دا ده چې د سیاست ډګر هم د هماغه ویاړمن میدان دوام وي او د ایران د سرلوړي ملت د حقونو په ترلاسه کولو تمام شي.
د ایران قدرمن ملت او د اسلام مبارزان د غر په څېر د خپلو حکومتي چارواکو ملاتړ کوي، او که ژمنه ماتوونکی دښمن یو ځل بیا د پخوا په څېر د زیاتو غوښتنو او د ایران د ملت د حقونو د ضایع کولو هڅه وکړي، نو د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه به په وچه، سمندر، هوا او د ترکیبي جنګ په ټولو ډګرونو کې، د پخوا په پرتله لا پیاوړي او د څو جګړو له تجروبو سره سم چمتو وي، څو د هغه زړَور او حکیم ستر قوماندان په کوچنۍ اشاره هم دښمن ته تر دې هم ستره تاریخي ماتې ورکړي.
نصر من الله و فتح قریب
سپاه پاسداران انقلاب اسلامي
https://iqna.ir/fa/news/4359123