یکنانیوز دد «نبأ» له قوله راپور راکوي، د سعودي حکومت له خوا له امنیتي او مذهبي محدودیتونو سره سره، د قطیف سیمې خلکو د محرم د میاشتې په لومړۍ شپه لږ تر لږه ۶۰۰ حسینی مجلسونه جوړ کړل او په دې سره ئې د عاشورائي دستورو پر دوام ټینګار وکړ. دا مراسم د سیمې د اهل تشیّع د دیني شعایرو او مذهبي هویت سره د ژمنتیا نښه بلل کېږي.
د «مسورات» پلیټ فورم د خپرو شویو شمېرو او میداني څارنې له مخې، دغه مجلسونه د قطیف په ښارونو، کلیو او بېلابېلو سیمو کې په جوماتونو، امامباړو، کورونو او شخصي غونډو کې ترسره شوي دي.
که څه هم دغه شمېرې ټول جوړ شوي مجلسونه په بَر کې نه لري، خو دا ښئي چې د سیمې خلک د محرم د عزادارۍ د مراسمو پر ترسره کولو ټینګار لري.
ویناوالو د محرم په لومړۍ شپه د حسینی عاشورا د پیغام او یاد د ژوندي ساتلو پر اهمیت، د هر ډول ستونزو او لګښتونو له زغملو سره، او همدارنګه په ټولنیز ژوند کې د دغورځنګ د ارزښتونو د عملي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
خپاره شوي راپورونه ښئي چې خلکو د عزادارۍ د مراسمو پراخ هرکلی کړی دی، تر دې چې کوچني مجلسونه هم د لومړۍ شپې له پیله د ګڼ شمېر عزادارانو شاهدان وو، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دغه ډول ګڼه ګوڼه عموماً د محرم له څلورمې شپې وروسته لیدل کېدله.
د قطیف شیعیان په داسې حال کې د محرم په مراسمو کې ګډون کوي چې د ځايي سرچینو په وینا، د سعودي امنیتي ادارو د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره ځینې محدودیتونه وضع کړي دي.
په دغو اقداماتو کې د تلاشي پوستو جوړول، د ځینو وګړو پر تګ راتګ محدودیت، د ځینو مرکزي مراسمو مخنیوی، له عامه لارو څخه د عزادارۍ د بیرغونو او پوسټرو ټولول، او همدارنګه د ځینو نذر او خدمت سټېشنونو د جوړولو محدودول شامل دي.
د دغو محدودیتونو او ستونزو په مقابل کې، د مراسمو تنظیموونکو او دیني فعالانو هڅه کړې چې د بدیلو لارو په کارولو سره د محرم مراسمو ته دوام ورکړي؛ لکه په شخصي ځایونو کې د مجلسونو جوړول، په داخلي کوڅو او سیمو کې د بیرغونو لګول، او له مجازي فضا څخه ګټه اخیستل.
په همدې لړ کې، د انلاین پلیټ فورمونو له لارې د عزادارۍ له مجلسونو څخه له ۱۰۰ څخه زیات ژوندۍ خپرونې (لایف سټریمونه) پیل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4359031