IQNA

 د جوماتونو شنه فضا؛ د معنویت او چاپېریال ساتنې د ترکیب بریالی ماډل

15:40 - June 22, 2026
د خبر لمبر: 3492942
ایکنا - د فارس خلیج   سیمې هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د جوماتونو معماري، د چاپېریال ساتنې او د انرژۍ د اغېزمن مصرف له اصولو سره سمه بدله او  اوسمهماله کړي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د «الخلیج آنلاین» له قوله خپور شوی راغلي دي، په خلیجي هېوادونو کې جوماتونه نور یوازې د عبادت ځایونه نه دي؛ بلکې ورو ورو په هغو عملي مرکزونو بدلېږي چې د شنې فضا  او چاپېریال ساتنې مفکوره له شعار څخه په ورځني عمل بدلوي او د عام  ژوند په بېلابېلو برخو کې ئې څرګندوي.

په وروستیو کلونو کې د دغو هېوادونو حکومتونو د چاپېریال‌دوستو ودانیو مفهوم پراخ کړی، څو عبادتځایونه هم پکې شامل شي. موخه دا ده چې د دغو ځایونو د انرژۍ او اوبو لوړ مصرف، په ځانګړي ډول د لوړې اړتیا په موسمونو او د روژې په میاشت کې، کم شي.

دا بدلون په تصادفي ډول نه دی رامنځته شوی، بلکې د هغو ملي لیدلورو پر بنسټ ولاړ دی چې د ژوند کیفیت ښه کول او د کاربن د اخراج کچه کمول غواړي، او دا ټول د چاپېریال ساتنې د پراخو پروګرامونو یوه برخه ده.

د نوښتونو په پراخېدو سره، سمارټ  او شنه جوماتونه د الهام‌بخښونکو نمونو په توګه راڅرګند شوي دي. دا جوماتونه  ماډرن ټیکنالوژي له معنوي اړخ سره یوځای کوي او په دودیزو دیني  فضاګانو کې د انسان او چاپېریال ترمینځ اړیکه له سره تعریفوي.

د یادونې وړ ده چې دا بهیر په ټولو خلیجي هېوادونو کې یو شان نه دی؛ بلکې د هر هېواد ځانګړتیاوې منعکسوي. ځینې هېوادونه د زرګونو جوماتونو د بدلون لپاره پراخ پروګرامونه لري، ځینې ازمایښتي پروژې پر مخ وړي او ځینې نور ټولنیز نوښتونه پلي کوي چې د نوي کېدونکې انرژۍ او د سرچینو د ساتنې په برخه کې پانګونه کوي.

د خلیج هېوادونو تجربې ټولې د یوې ګډې موخې پر لور روانې دي: جوماتونه باید د چاپېریالي ستونزو د حل برخه شي، نه دا چې پر طبیعي سرچینو اضافي بار واچوي. دا لیدلوری د دین او چاپېریالي پایښت د یوځای کولو پرمختیايي تګلاره څرګندوي.

د کویټ د ۱۷۰۰ جوماتونو پروژه

په Kuwait کې د شنو جوماتونو مفهوم په یوې سترې ملي پروژې بدل شوی دی. د «القبس» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې یوه حکومتي پراختیائي پروژه اعلان شوه چې موخه ئې نږدې ۱۷۰۰ جوماتونه په پایدارو او شنو جوماتونو بدلول دي.

دا پروژه په درېیو پړاوونو کې پلې کېږي چې هر پړاو به درې کاله دوام وکړي، او تمه کېږي چې تر ۲۰۳۳ کال پورې بشپړه شي.

د متحده عربي اماراتو مخکښې تجربې

په United Arab Emirates کې د جوماتونو بدلون د پرمختللو معمارۍ نمونو له لارې څرګند شوی دی. له مهمو بېلګو څخه ځیني ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

Al Sustainability Mosque، چې په ابوظبي کې لومړنی جومات دی او د LEED پلاتینم سند ئې ترلاسه کړی.

Khalifa Al Tajer Mosque په دوبۍ کې، چې د اسلامي نړۍ لومړنی چاپېریال‌دوست جومات بلل کېږي او د لمریزې انرژۍ، د  د وضو  د اوبو د بیا کارونې او پرمختللي حرارتي سولري سیسټمونو څخه ګټه اخلي.

Al Rayan Mosque، چې د شنو ودانیو لپاره ئې د LEED Platinum سند ترلاسه کړی او د برېښنائي  ګاډو  د چارج سټېشنونه او سمارټ  ټکنالوژي لري.

په Sharjah او Ras Al Khaimah کې هم د  ماډرن او سمارټ  جوماتونو نوښتونه روان دي. دا جوماتونه د کم مصرف یخولو سیسټمونه او حسکوونکي (سنسورونه) کاروي چې د اوبو او رڼا مصرف تنظیموي.

د خلیج هېوادونو د شنو جوماتونو تجربې یو ارام خو ژور بدلون څرګندوي چې عبادتځایونه د چاپېریال ساتنې د معادلې په زړه کې ځای پر ځای کوي او د چاپېریال ساتنې مفکورې ته انساني او معنوي  اړخ  ورکوي.

د پراخو پروګرامونو او بېلګه‌يي پروژو په مټ، د خلیج جوماتونه د داسې راتلونکې پر لور یو بل ګام اخلي چې پکې عبادت د طبیعت د ساتنې او همغږۍ عمل وي، نه د هغه د زیانمنولو او تخریب لامل.

https://iqna.ir/fa/news/4359323

captcha