IQNA

8:58 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2301438

د پادری لخوا د قران شريف د سپكاوی په اقدام باندې په اعتراض كښې د امريكايانو مظاهرې

نړيواله ډله: امريكائی ښاريزو وړمه ورځ د اوری د روانې مياشتې په شلمه نيټه د قران شريف په خلاف د فلورایډائی پادری له سپكاوی نه په ډك اقدام باندې په اعتراض كښې په ډېربورن ښار كښې راغونډ شول او د اسلام او مسلمانانو په اړه د هغۀ سپكاوی یې وغندل.

د «On Islam» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د امريكې په ميشیګان صوبې د ډېرویټ سيمې اتۀ دېرش كلن ښاريز لورا ډنيس چې له احتجاج كوونكو څخه ؤ د ډېټرویټ له ازادو مطبوعاتو سره په مركه كښې وويل: خداے پاك له مونږ ټول سره مينه لری او دغه سړے په داسې اقداماتو سره يوازې كركه پېدا كوی او دا كارونه د نازيانو اقداماتو ته ورته دی.
په ډېټرویټ سيمه كښې د رډفورډ ښار يو اوسېدونكی وېسم چاك هم د دې مطلب په تائيدولو سره وويل: امريكا له مونږ ټولو سره متعلق ده او مونږ ټول يوشان يو. په دغو مظاهرو كښې امريكائی پادريانو هم شتون لرۀ او د توهين كوونكی پادری تری جونز لخوا د ډېربورن اسلامی مركز په وړاندې د احتجاجی غونډې د جوړولو په نسبت چې د اوری د روانې مياشتې په نولسمه نېټه وشوه خپل احتجاج او غصه اعلان كړه.
د ستمبر د يولسمې نېټې د پېښې له وخت نه تر اوسه د امريكې مسلمانان چې شمېر یې تقريباً له شپږو نه تر اوۀ ميليونو پورې جوړیږی د تبعيض او په مدنی حقوقو باندې د سترګو پټولو په شمول له زياتو مشكلاتو سره مخامخ دی . له هغه كال نه تر اوسه د امريكې د مسلمانانو په خلاف د تشدد، ګواښ او وحشيتوب د اتۀ سوو واقعاتو رپوټ خپور شوی دے.
981486
captcha