د esharh اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په اجتماعی مسائلو كښې د سعودی فعال فهد ابوالعصاری وويل: له دغو دروغو څرګندونو نه چې په ټوئیټر اجتماعی سایټ كښې خپرې شوې د ابن زاحم مقصد فتنه اچول دی.
فهد ابوالعصاری په دوام كښې څرګنده كړه: ډېره د افسوس خبره ده چې په داسې حالاتو كښې چې د اسلام په خلاف صليبی حملې، اسلامی دښمنی او د خداے د ګران رسول (ص) او قران شريف سپكاوی زيات شوی دی ځينې د اسلام په نامه د شيعه مسلمانانو په خلا په خپلو دروغو څرګندونو سره د مسلمانانو په صفونو كښې بېلتون او فتنه اچوی. هغۀ زياته كړه ابن زاحم او داسې نور كسان چې كوم نسبتونه شيعه ؤ او د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېتو (ع) ته وركوی هغوی له دغو دروغو او تورونو څخه پاك دی.
همدارنګ د سعودی عرب حقوقی فعال منسی الحسون هم د د ابن زاحم څرګندونې يو ډېر بد جنايت وبالۀ او د هغۀ د نيولو او محاكمه كولو غوښتنه یې وكړه.
د يادونې ده چې د مدينې د وكيلانو د اتحادیې مشر سلطان ابن زاحم په ټوئیټر اجتماعی سایټ كښې په خپلو ډېرو نازكو او له سپكاوی نه په ډكو څرګندونو كښې شيعه مسلمانان بې اصله او بې نسبه وبلل چې د هغۀ دغه له سپكاوی نه ډكې څرګندونې د سعودی په دننه او بهر كښې د مختلفو مكاتبو د پېروكارو له سخت غبرګون سره مخامخې شوې.
981498