IQNA

د ايران قرانی سنيمائی فېلمونه په امهريك ژبه باندې ډپ شول

8:58 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2301444
د هنر او ثقافت ډله: د اېتوپيا هېواد د خلقو پراخه هركلی ته په پام سره د ايران د قرانی سنېمائی او ټيلی ويژنی يو لړ اثارو ترجمه او ډبېنګ په اېتوپيا كښې په امهر يك ژبه كښې وشو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی ثقافت او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې له دغو سنيمائی اثارو څخه چې د دغه اسلامی هېواد په ځای ژبه باندې یې ډبېنګ وشو، ابراهيم خليل الله، عيسی روح الله، ايوب پېغمبراو ملك سليمان په شان فېلمونو ته اشاره كولې شو چې د مردان آنجلس (اصحاب كهف) ، يوسف پېغمبر، مريم مقدس په شان له وياړ نه ډك قرانی سيريلونو په ترڅ كښې د دغه هېواد مينه والو ته وړاندې كړې شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې د داستانی سنېما په ډګر كښې هم د ايران د ژمن هنر مند مجيد مجيدی د ((رنګ خدا)) او ((بچه های اسمانی)) په شان ښكلی او ارزښتناك فېلمونه له نورو هغو فېلمونو څخه دی چې له زيات هركلی او ستائېنې سره مخام شوی دی او همدارنګ (هفت رخ ايران)) چې پكښې د ايران اوۀ زر كلن تمدن تاريخ شوے دے هم د دغه هېواد له زيات هركلی سره مخامخ شوی وو په امهريك ژبه باندې ډب شوی دی.
981622
captcha