
یکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړی چې شیخ الازهر احمد الطیب په یولړ څرګندونو کې وویل: د فلسطین مسئله د ظلم او تېري یوه خورا خطرناکه مرحلې ته رسېدلې ده، او دا حالت له ټولو تمدني، دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونو اوښتی دی.
د الازهر شیخ، احمد الطیب، په قاهرې کې د ایټالیا له سفیر «آګوستینو بالیززي» سره په لیدنه کې دغه وضعیت «نسلوژنه» وبلله؛ داسې نسلوژنه چې د یوه پیاوړي او سمبال پوځ له خوا د بېوسه ولس پر وړاندې ترسره کېږي، او په ترڅ کې ئې د ماشومانو او عامو وګړو وینه تویېږي.
هغه ټینګار وکړ: په دې اړه هېڅ دوه نظرونه نشته؛ یا باید د دغو جنایتونو پر وړاندې ودرېدل شي، او یا انسان په دغو جنایتونو کې شریک بلل کېږي.
هغه د زرګونو فلسطینیانو پر شهادت ژوره خواشیني وښودله، او وې ویل چې «نیواکګر رژیم او د هغه ملاتړي» تر ټولو زیات زیانمن شوي دي؛ ځکه د دروغجنو تبلیغاتو له ایشوا کېدو وروسته د نړۍ عامه افکار بدل شوي، او د لوېدیځو هېوادونو خلکو په لاریونونو کې دا وژنې وغندلې.
شیخ الازهر زیاته کړه: د لوېدیځو هېوادونو خلک سړکونو ته راووتل څو د غزې جنایتونه وغندي، او نیواکګر ئې داسې رژیم وباله چې د بشریت پر وړاندې ئې تر ټولو وحشیانه جنایتونه ترسره کړي دي. له همدې امله، کله چې د نیواکګرو ریښتینی څېره بربنډه شوه، ولسي ملاتړ ترې له منځه ولاړ.
شیخ الازهر په ځانګړي ډول د ایټالیا د بندرونو له کارګرانو مننه وکړه، هغو کسانو چې اسرائیلو ته د وسلو د لېږدولو له بارولو ئې انکار وکړ، او د دوي دریځ یې «ستر انساني موقف» وباله چې د ایټالوي ملت د وجدان استازیتوب کوي.
الطیب بیا ټینګار وکړ چې د هغه په باور د فلسطین قضیه نهانکارېدونکې ده، او وې ویل: حالت داسې ځای ته رسېدلی چې نور هېڅوک بېطرفه نه شي پاتې کېدای؛ یا به د دغو جنایتونو پر وړاندې درېږي، او یا به د دغو انساني ناورینونو شریک وي.
https://iqna.ir/fa/news/4324537