IQNA

د رجب د مياشتې اعمال؛ د «اَینَ‌الرَّجَبِیّون»د چغې آوریدونکي ووسو

13:07 - December 22, 2025
د خبر لمبر: 3492197
ایکنا - د خدای مياشت نن پيل شوه ،یوه داسې مياشت چې غسل کول، د حضرت امام حسين(ع) زيارت، او روژه ساتل  پکې سبب ګرځي چې د قيامت په ورځ، کله چې غږ وشي: «اَینَ‌الرَّجَبِیّون؟» (رجب‌یون   چرته دي؟)، مونږ په خوښۍ او پرتم سره ځان د دې غږ او چغې  مخاطب وبولو.

د ايکنا د راپور له مخې،نن  دوشنبه د رجب د سپېڅلې مياشت لومړۍ ورځ ده.داسې مياشت چې د رسول الله(ص) حدیث دی چې فرمائي؛  رجب د خدای مياشت ده، شعبان زما مياشت ده، او رمضان زما د امت مياشت ده.»

او په یوه بل حديث کې رسول الله(ص) د دې مياشتې په فضيلت کې فرمايي: رَجَبٌ شَهرُ اللّه ِ الأصَبُّ یَصُبُّ اللّه ُ فِیهِ الرَّحمَةَ عَلى عِبادِهِ؛رجب د خدای ذ زحمت مياشت ده، الله تعالی پکې پر خپلو بندګانو خپل رحمت وراروي.»

(عیون أخبار الرضا علیه السلام، ج ۲، ص ۷۱)

هغه کسان چې د رجب مياشت حرمت ساتي او د هغې اعمال ترسره کوي، «رجبیون» بلل کېږي. د قيامت په ورځ به يوه فرښته ندا کوي:

«اَینَ‌الرَّجَبِیّون»

يعنې: چېرته دي هغه کسان چې د رجب مياشت يې درناوی کړی او اعمال يې پکې ترسره کړي دي؟

د رجب د مياشتې د لومړۍ شپې دعاوې

د رجب د مياشتې د هلال د ليدلو پر مهال دا دعا لوستل مستحب دي: «اللّهُمَّ بارِکْ لَنا فِی رَجَبٍ وَ شَعْبانَ، وَ بَلِّغْنا شَهْرَ رَمَضانَ، وَ أَعِنَّا عَلَی الصِّیامِ وَ الْقِیامِ، وَ حِفْظِ اللِّسانِ، وَ غَضِّ الْبَصَرِ، وَ لا تَجْعَلْ حَظِّنا مِنْهُ الْجُوعَ وَ الْعَطَشَ» (لإقبال بالأعمال الحسنة (ط - الحدیثة)، ج‌۳، ص: ۱۷۳) و همچنین مستحب است انسان بعد از نماز عشا بگوید: اللّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ بِأَنَّکَ مَلِیکٌ، وَ أَنَّکَ عَلی‌ کُلِّ شَیْ‌ءٍ مُقْتَدِرٌ، وَ أَنَّکَ ما تَشاءُ مِنْ أَمْرٍ یَکُونُ، اللّهُمَّ إِنِّی أَتَوَجَّهُ إِلَیْکَ بِنَبِیِّکَ مُحَمَّدٍ نَبِیِّ الرَّحْمَةِ صَلَواتُکَ عَلَیْهِ وَ آلِهِ، یا مُحَمَّدُ یا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّی أَتَوَجَّهُ إِلَی اللَّهِ رَبِّی وَ رَبِّکَ‌ لِیُنْجِحَ بِکَ طَلِبَتِی، اللّهُمَّ بِنَبِیِّکَ مُحَمَّدٍ، وَ بِالأَئِمَّةِ مِنْ أَهْلِ بَیْتِهِ أَنْجِحْ طَلِبَتِی، (الإقبال بالأعمال الحسنة» (ط - الحدیثة)، ج‌۳، ص: ۱۷۵)

«اې الله! مونږ ته په رجب او شعبان کې برکت راکړه، او مونږ رمضان مياشت ته ورسوه، او مونږ د روژې، د شپې عبادت، د ژبې ساتنې، د سترګو د ساتلو توفيق راکړه، او زمونږ برخه ترې يوازې لوږه او تنده ومه ګرځوه.»

همدارنګه مستحب ده چې انسان د ماښام له لمانځه وروسته دا دعا ووايي:

«اې الله! زه له تا غوښتنه کوم، ځکه چې ته مالک يې، پر هر څه قادر يې، او ستا خوښه عملي کېږي.

اې الله! زه ستا د رحمت د نبي، محمد(ص)، په وسيله تا ته مخه کوم.

اې محمده! اې د خداي رسوله! زه ستا او زما د رب حضور ته ستا په وسيله مخه کوم، څو زما غوښتنه بريالۍ کړي.

اې پروردګاره! ستا د نبي محمد او د هغه د اهل بيتو په وسيله زما غوښتنه قبوله کړه.»

وروسته دې انسان خپلې حاجتونه له الله تعالی وغواړي.

همدارنګه د «یا من ارجوه لکل خیر…» دعا لوستل د دې مياشتې په  شپو ورځو  کې سپارښتنه شوې ده.

غسل

رسول الله(ص) فرمايي:

هر څوک چې د رجب مياشت درک کړي او د هغې په پيل، مینځ او پای کې غسل وکړي، له ګناهونو داسې پاکېږي لکه د مور له نس څخه چې نوی زېږېدلی وي.

د امام حسين(ع) زيارت او ځانګړی لمونځ

د امام حسين(ع) زيارت او د رجب د لومړۍ شپې ځانګړی لمونځ هم سپارښتنه شوی دی، چې له ماښام وروسته شل رکعته (لس دوه رکعتي لمونځونه) دي.

د شپې ژوندي کول یا شب بيداري (احيا)

د رجب لومړۍ شپه له هغو څلورو شپو څخه ده چې پکې د شپ په ېژوندي کولو باندې پکې ټينګار شوی دی.

د رجب د مياشتې د لومړۍ ورځې اعمال

روژه:

روايت دی چې حضرت نوح(ع) په همدې ورځ کشتۍ ته وخوت او خپلو ملګرو ته ئې د روژې امر وکړ. هر څوک چې دا ورځ روژه ونيسي، د جهنم اور به يو کال ترې لرې شي.

د رجب د مياشتې د ټولو ورځو ګډ اعمال

د رجب په ټولو ورځو کې دا دعا لوستل کېږي: یا مَنْ یَمْلِکُ حَوآئِجَ السّآئِلینَ، ویَعْلَمُ ضَمیرَ الصّامِتینَ، لِکُلِّ مَسْئَلَة؛ مِنْکَ سَمْعٌ حاضِرٌ وَجَوابٌ عَتیدٌ اللّهُمَّ وَمَواعیدُکَ الصّادِقَةُ واَیادیکَ الفاضِلَةُ؛ وَ رَحْمَتُکَ الواسِعَةُ فَاَسْئَلُکَ اَنْ تُصَلِّیَ عَلی مُحَمَّد وَآلِ محمد؛ واَنْ تَقْضِیَ حَوائِجی لِلدُّنْیا وَالاْخِرَةِ، اِنَّکَ عَلی کُلِّ شَیْء قَدیرٌ.

«اې هغه چا چې د غوښتونکو اړتياوې ستا په لاس کې دي،او د چوپانو پټ نيتونه پېژنې،له تا څخه د هرې غوښتنې لپاره اورېدنه او چمتو ځواب شته. اې خدایه! ستا ژمنې رښتينې دي، ستا لورينې پراخې دي،

نو له تا غواړم چې پر محمد او د هغه پر آل درود او سلام  ولېږې،او زما د دنيا او آخرت حاجتونه پوره کړې،

بېشکه ته پر هر څه قادر يې.»

رسول الله(ص) فرمايي:

هر څوک چې د رجب په مياشت کې سل ځله دا ووايي:

«اَسْتَغْفِرُ اللهَ الَّذی لا إلهَ إلا هُوَ، وَحدَهُ لا شَریکَ لَهُ، وَ أَتوبُ إلیهِ»

او په پای کې صدقه ورکړي، خداي تعالی به هغه ته بخښنه او رحمت نصيب کړي.

او که څوک دا ۴۰۰ ځله ووايي، د شهيدانو اجر به ولري.

او همدارنګه فرمايي: هر څوک چې په رجب کې زر ځله «لا إله إلا الله» ووايي، د ډېرې نېکۍ ثواب به ورته وليکل شي.

په روايتونو کې راغلي: هر څوک چې د رجب په مياشت کې سهار ۷۰ ځله او ماښام ۷۰ ځله ووايي:

«اَسْتَغْفِرُ اللهَ وَ أَتوبُ إلیهِ»

او بيا لاسونه پورته کړي او ووايي: اَسْتَغْفِرُ اللّهَ وَ أَتُوبُ اِلَیْهِ

«اې الله! ما وبخښه او زما توبه قبوله کړه»

که چېرې هغه کس په همدې مياشت کې وفات شي، د الله تعالی رضا او خوښي ترلاسه کوي.

د رجب د مياشتې د روژې ثواب

رسول الله(ص) فرمايي:

هر څوک چې د رجب له مياشتې يوه ورځ هم روژه ونيسي، د خداي  تعالی لویه رضا به تر لاسه کړي، الهي غضب به ترې لیرې شي، او د جهنم له دروازو څخه به يوه دروازه پر هغه وتړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4324092

captcha