
د استغفار د دې اغېزې د اهمیت لپاره همدا بسنه کوي چې که انسان د خپلو ګناهونو د بخښل کېدو له لارې د دوزخ له اوره خلاص شي، نو هغه ابدي بریا او نجات ته رسېدلی دی:
«فَمَنْ زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَ أُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ»
یعنې: هر څوک چې له اوره (دوزخه) لیرې او جنت ته وارد کړل شي، نو هماغه بریالی او نجات موندونکی دی (آل عمران: ۱۸۵).
ډېر آیتونه شته چې د استغفار په وسیله د ګناهانو د بخښل کېدو یادونه کوي؛ د مثال په توګه، په آل عمران سورې کې د مغفرت او پراخ جنت پر لور د برلاسه کیدا بلنه ورکړل شوې ده (آل عمران: ۱۳۳). ورپسې آیت کې د ځینو نېکو کړنو یادونه کوي او فرمایي:
«الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ» (آل عمران: ۱۳۴)
یعنې: هغوی چې په شتمنۍ او تنګڅې کې انفاق کوي، خپل قهر تر کنټرول لاندې راولي،خلک بخښي، او الله تعالی نېک عمل کوونکي خوښوي. دا ښئي چې په سختۍ او اسانتیا کې انفاق کول، غوسه تېرول، د خلکود تېروتنو بخښل او احسان کول د ګناهانو په بخښنې کې اغېز لري.
وروسته بیان فرمائي:
«وَ الَّذِينَ إِذَا فَعَلُواْ فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُواْ أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُواْ اللّهَ فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَ مَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ وَ لَمْ يُصِرُّواْ عَلَى مَا فَعَلُواْ وَ هُمْ يَعْلَمُونَ» (آل عمران: ۱۳۵)
یعنې: او هغه کسان چې کله کوم بد کار وکړي یا پر خپل ځان ظلم وکړي، نو الله یاد کړي او د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي – او له الله پرته څوک شته چې ګناهونه وبخښي؟ – او په خپلو کړنو ټینګار نه کوي، په داسې حال کې چې پوهېږي.
په دې آیت کې د استغفار لپاره هغه شرطونه بیان شوي دي چې د ګناهانو په بخښنې کې اغېز لري.
په ورپسې آیت کې، د پیل له آیت سره په ورپسې غږمله آیت کې (آل عمران: ۱۳۳)،دوه انعامونه یادوي چې لومړنی یې د ګناهونو بخښنه ده:
«أُولَئِكَ جَزَاؤُهُمْ مَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَجَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَ نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ» (آل عمران: ۱۳۶)
یعنې: دوی ته د خپل رب له لوري بخښنه او داسې جنتونه دي چې تر لاندې ئې ویالې بهېږي، په هغو کې به تل پاتې وي، او د عمل کوونکو لپاره څومره ښه اجر دی.
د دې آیت وروستۍ جمله دا څرګندوي چې استغفار عمل بلل کېږي، یوازې قلبي او ژبنی ذکر نه دی.
https://iqna.ir/en/news/3495276