IQNA

د حضرت امام علی نقی الهادی(ع) د شهادت په مناسبت تسلیت ومنئ

5:40 - December 24, 2025
د خبر لمبر: 3492210
ایکنا -    د ۱۴۴۷ هجری قمری کال د رجب دمیاشتې دریمه(۳) او د ۲۰۲۵ میلادی کال د دسمبر ۲۴  نیټه ده چې د د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصفطی (ص) دیوه پاک لمسي او د  امامت او ولایت د لسم ځلانده ستوري    حضرت  امام علی النقی علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوری .

ایکنانیوز-  حضرت امام علی النقی علیه السلام په ۲۱۲ هجری قمری کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږید او دخپل ګران پلار حضرت امام جواد علیه السلام په لارښونو سره وروزل شو.

دحضرت امام علی النقی مشهور لقب هادی دی معنا ئې هدایتونکی دی .

هغه حضرت د بیلابیلو عقیدتی ، فکری او یا ټولنیزو مسایلو په اړه د بحث لپاره بیلا بیلې غونډې جوړې کړې  او  پکښې مطرح شویو پوښتنو او شکونو ته ځوابونه وویل شول .

دادب او علم  ګڼ شمیر لویان دحضرت امام علي نقي علیه السلام  ګیرچاپیر ټولیدل او دهغه  بزرګوار له سترې پوهې ئې ګټه پورته کوله .

د حضرت امام هادی علیه السلام پراخ علم او پوهې له یوې خوا او په خلکو کښې دهغه زیات محبوبیت له بلې خوا د عباسی واکمنانو کینه راپاروله او بالاخره  په یوې(۱) دسیسې کښې یې حضرت امام هادی علیه السلام شهید کړ .

د تهران ریډیو درست کارکونکي د حضرت امام علی النقی علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناست د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته   تسلیت وایی .

captcha