
ایکنانیوز د elbalad۱۴۰ له قوله راپورر اکړ، د قرآن کریم میوزیم، چې د مکې په حِراء (حرا) کلتوري سیمې کې یوه پروژه ده، یوه بشپړه ښوونیزه او متقابله تجربه وړاندې کوي. دا میوزیم د قرآن کریم تاریخ روښانه کوي او د وحې د نزول پړاوونه په داسې ماډرن او اوسمهاله سبک سره نندارې ته وړاندې کوي چې اصالت او نوې ټکنالوژۍ سره یوځای کوي.
دا میوزیم د متقابلو نندارو او پرمختللو ډیجیټلي رسنیو پر مټ، په غار حرا کې پر رسول الله ﷺ د وحې د نزول شېبه شبیهسازي کوي او لیدونکو ته دا امکان ورکوي چې یو حسي او معرفتي تجربه ولري؛ داسې تجربه چې د اسلام په تاریخ کې هغه محوري شېبې راژوندۍ کوي او لیدونکي د قرآن کریم د نزول له زماني او مکاني فضا سره نښلوي.
په دې میوزیم کې ځانګړې برخې شاملې دي چې بېلابېل موضوعات پکې شامل دي ؛ لکه د قرآن کریم د لیکنې تاریخ، قرآني علوم، او د بېلابېلو دورو په اوږدو کې د قرآن د ساتنې هڅې. سربېره پر دې، نادرې خطي نسخې او متقابل تشریحات هم نندارې ته وړاندې شوي، چې د بېلابېلو عمرونو د خلکو د پوهاوي د اسانتیا او د درک د زیاتوالي سبب ګرځي.
دا میوزیم د حِراء د کلتوري سیمې له مهمو برخو څخه دی، چې د یو فرهنګي او سیاحتي مرکز په توګه د مکې د حاجیانو او عمرهکوونکو دیني او کلتوري پوهه زیاتوي او هغوی د مکې له کلتوري، دیني او تاریخي اړخونو سره ئې اشنا کوي
دا میوزیم د سعودي عربستان دننه او بهر څخه لیدونکي مني او په یوه معاصرانداز سره د قرآن د تاریخ په اړه د پوهاوي په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، او له دې ځایه لیدنه یوه ښوونیزه او معنوي تجربه بلل کېږي.
د دې میوزیم طرحه او جوړونه د یو منظم سیسټم په چوکاټ کې، د سعودي عربستان د شاهي پلاوي تر څارنې او ملاتړ لاندې، په مکه او سپېڅلو مشاعرو کې ترسره شوې ده، او دا ځای د پوهې او عصري ټکنالوژۍ په یوځای کولو سره لیدونکو ته یوه بشپړه تجربه وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4324192