IQNA

د وینزویلا پر وړاندې د امریکا د یرغل په اړه د نړیوالو غبرګونونو دوام

13:34 - January 05, 2026
د خبر لمبر: 3492266
ایکنا - پر ونزویلا د امریکا پوځي برید او د دې هېواد د ځینو سیمو بمباران، چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د تښتولو لامل شو، د هېوادونو له لوري له پراخ نړیوالې غندنې سره مخ شوی دی؛ په همدې حال کې صهیونیستي رژیم ونه شو کولای د دې امریکايي یرغل په اړه خپله خوښي پټه کړي.

یکنا د الجزیرې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو په وینزویلا کې د ټرمپ له پوځي اقدام سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.

 د امریکا د سنا د وسلوالو ځواکونو د کمېټې مرستیال او دیموکرات سناتور

«جک رید»، وویل: ټرمپ له اجازې پرته پر یو بهرني هېواد جګړه پیل کړې ده.هغه زیاته کړه: هغه څه چې ترسره شول، د اساسي قانون ښکاره ماتونه وه، ځکه چې د جګړې د اعلان واک یوازې له کانګرس سره دی، نه له ولسمشر سره.

کامالا هریس: د امریکايي عسکرو ژوند له خطر سره مخ دی

په همدې لړ کې، د امریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره کامالا هریس وویل: پر ونزویلا د ډونالډ ټرمپ بریدونه نه قانوني بنسټ لري او نه هم د امریکا لپاره کومه کورنی ګټه. هغې زیاته کړه: د ټرمپ حکومت نه د وینزویلا له مداخلې د پای ته رسولو لپاره او نه هم د ځواکونو د بېرته ایستلو لپاره کوم روښانه پلان وړاندې کړی، او دا مسئله کولای شي امریکا په یوه اوږدمهاله او ډېر لګښتي بحران کې ښکېله کړي.

ګوټرېش: د وینزویلا بدلونونه یو خطرناک بدعت دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرېش، د وینزویلا د شخړې له ټولو اړخونو وغوښتل چې هر اړخیزو خبرو ته وارد شي او د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي.

هغه په ونزویلا کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د دې هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو د تښتولو په اړه ژوره اندېښنه وښوده.

برازیل: د زور قانون په نړۍ کې پر څو اړخیزتوب غالب شوی

د برازیل ولسمشر، لولا دا سیلوا، پر ونزویلا برید او د دې هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو تښتول له سرو کرښو اوښتل وبلل.

جرمني: د امریکا د مداخلې قانوني چوکاټ پېچلی دی

د جرمني صدراعظم د امریکا د برید په غبرګون کې وویل: د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو دا هېواد د ویجاړۍ پر لور بیولی دی، او اوس باید اجازت ورنه کړل شي چې سیاسي بې‌ثباتي نوره هم پراخه شي.

د ملګرو ملتو  د منشور د اصولو په درناوي د اندونیزیا ولسمشر هم  ټینګار کړی دی.

دلبنان  حزب‌الله ولسی غورځنګ په یوې اعلامیې کې ټینګار وکړ چې دا غورځنګ د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ونزویلا پر جمهوریت ترهګریز او زورواکی یرغل، د پلازمېنې کاراکاس په نښه کول، حیاتي تأسیسات، ملکي وګړي او د استوګنې ودانۍ، او همدارنګه د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې نیولل، چې د یوه خپلواکه هېواد د ملي حاکمیت، نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د کنوانشنونو ښکاره او بې‌ساری خلاف ورزي دی او د دروغجنو پلمو پر بنسټ ترسره شوی، په کلکو ټکو غندي.

د لاتینې امریکا د فلسطیني ټولنې اتحاد: «امریکايي شوکماري  او سمندري غلا او زورواکي» د غندنې وړ دي

https://iqna.ir/fa/news/4326816

captcha