IQNA

د نیویارک د نوي ښاروال د اسرائیلي ضد پرېکړو هرکلی

13:31 - January 05, 2026
د خبر لمبر: 3492265
ایکنا - د نیویارک د نوي ښاروال له لورې د صهیونیستي رژیم په ملاتړ د پخوانیو پرېکړو لغوه کېدل د فلسطین پلوه فعالانو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

یکنا د الجزیرې له قوله راپور ورکړی چې د نیویارک نوی ښاروال، زهران ممداني، خپله لومړنۍ اجرایي فرمان د ۲۰۲۴ کال د نیویارک د پخواني ښاروال، اریک آدامز، د ځینو اجرائي احکامو لغوه کولو ته ځانګړی کړی دی.

په لغوه شوو احکامو کې «اجرایي حکم ۶۰» هم شامل دی؛ دا هغه حکم و چې د نیویارک ښار ادارې او د ښار د متقاعدشوو  صندوقونو مسؤلین ئې د قراردادونو یا پانګونو په برخې کې د صهیونیستي رژیم یا ورسره تړلو بنسټونو د تحریم او بایکاټولو  یا د پانګې ایستلو څخه منع کول.

دا پرېکړه هغه بندیز هم لغوه کوي چې آدامز د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې د صهیونیستي رژیم د بایکاټ پر وړاندې لګولی و. همدارنګه، د نیویارک نوي ښاروال د «د هولوکاسټ د نړیوال یاد ائتلاف» (IHRA) د یهودیت ضد تعریف عملي کول درولي دي؛ هغه تعریف چې د اسرائیلو ځینې نیوکې ئې د یهودضده چوکاټ کې شاملولې.

ممداني ویلي چې دا اقدام د ښاري مدیریت د نوې مرحلې د پیل په موخه شوی او ټینګار ئې کړی چې د هغه حکومت باید د نیویارک د ټولو اوسېدونکو خدمت وکړي، پرته له هر ډول توپيره.

د فلسطینیانو د حقونو مدافعانو دا پرېکړه د متوازن بهرنۍ پالیسۍ پر لور یو ګام بللی او هرکلی ئې ترې کړی دی.

د امریکا ـ اسلامي اړیکو شورا (CAIR) د نیویارک څانګې مشرې عفاف ناشر،، هم ممداني وستایه او ویې ویل چې هغه «یو غیرقانوني حکم لغوه کړی چې د نیویارک ولو وړتیا ئې محدوده کوله څو د اسرائیلو نژادپالنه وغندي یا د اسرائیلو د بشري حقونو د سرغړونو بایکاټ وکړي».

https://iqna.ir/fa/news/4326828

captcha