IQNA

د اسلامي نړۍ په لومړي ځل

د ایرانئ موسیقۍ د آواز د ردیفونو پر بنسټ د قرآن ترتیلي تلاوت خپور شو(فیلم)

16:29 - January 04, 2026
د خبر لمبر: 3492262
ایکنا - د قرآن کریم د بشپړ ترتیل تلاوت د ایراني سټایل په بڼه، د محسن یاراحمدي په غږ، چې د قرآن ښوونکی، قاري او د سیالیو قاضي  دی، د لومړي ځل لپاره په ټیلیګرام کې خپور شو.

د ایکنا د راپور له مخې، د ایراني موسیقۍ د آوازي ردیفونو پر بنسټ د قرآن بشپړ ترتیل تلاوت یو نوښتګر اقدام دی، چې د محسن یاراحمدي په هڅو د اسلامي نړۍ لپاره د لومړي ځل لپاره د ټیلیګرام پیغام‌رسوونکي له لارې د ټولو مینه‌والو لپاره د لاسرسي وړ ګرځېدلی دی.

یاراحمدي وائي: د دې ترتیل له ځانګړتیاوو څخه یوه دا ده چې د ایراني  غږیزه موسیقۍ له میلوډیک جوړښت او ردیفونو څخه کار اخلي، او له انتقالونو او مدولاسیونونو سره، د غږیزو تکیو او د کلمو د اکسنتونو بشپړ رعایت پکې شوی دی.

 

 

دغه قاري او د قرآني سیالیو  قاضي زیاتوي: د دې ترتیل د عامه خپرونې لپاره له کاروونکو سره متقابل ارتباط هم په پام کې نیول شوی دی.

مینه‌وال کولی شي د دې چینل د غړیتوب لپاره د  poshtiban_tartil @  پېژندپاڼې ته پیغام ولېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4325222

captcha