
یکنانیوز راپور راکوي، د رجب دمبارکې میاشتې فضیلت دومره لوړ دی چې په اسلامي روایتونو کې پرې ډېر ټینګار شوی دی. دا میاشت د رمضان او شعبان د میاشتو په څېر له تر ټولو بافضیلته میاشتو څخه ده او د خداي تعالی د ستر رحمت د نازلېدو له امله د «شهرالله الأصب» یعنې د خدای د رحمت د نازلیدا میاشت بلل شوې ده.
په دې میاشت کې له مهمو عبادتونو او اعمالو څخه یو هم اعتکاف دی. اعتکاف د وخت له پلوه په ځانګړي وخت پورې محدود نه دی، خو دا چې د اعتکاف شرط روژه نیول دي، نو باید په هغه وخت کې ترسره شي چې له شرعي پلوه روژه نیول صحیح وي. هر کله چې روژه صحیح وي، اعتکاف هم صحیح دی، خو زموږ په هېواد کې اعتکاف د رجب په میاشت کې ترسره کېږي.
له قم څخه د ایکنا خبریال له حجتالاسلام والمسلمین عبدالرحیم رضاپور سره، چې د قم د حوزې علمیې د مطالعاتو او د شبهاتو د ځواب ویلو مرکز د کلام او فلسفې د ډلې مشر دی، د رجب په میاشت کې د اعتکاف د ترسره کېدو د علت په اړه مرکه کړې ده چې ځيني برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو!
ایکنا- د رجب میاشتې تر ټولو مهم فضیلت کوم دی؟
ځواب ؛ د رجب د میاشتې د فضیلت په اړه باید وویل شي: په میاشتو کې، د رمضان میاشت چې تر ټولو غوره ده، او همدارنګه د رجب او شعبان میاشتې هغه میاشتې دي چې الله تعالی پر نورو میاشتو برتري ورکړې ده.
د رجب میاشت د مقدمې حیثیت لري او په ذاتي توګه فضیلت لري، لکه و ضو چې د لمانځه سریزه ده؛ هماغسې چې اودس یا وضو فضیلت لري، د رجب میاشت هم د رمضان مبارکې میاشتې په نسبت د مقدمې او چمتووالي حیثیت لري.
د کال څلور میاشتې د «حرامو میاشتو» په توګه پېژندل شوې دي چې ذیالقعده، ذیالحجه، محرم او رجب پکې شامل دي. نو د رجب میاشت هم د خپل ځانګړي فضیلت له امله له حرامو میاشتو څخه ده، یعنې ځانګړې حرمت او ځانګړتیا لري؛ له دې جملې څخه دا چې په دې میاشتو کې جګړه حرام ګڼل شوې ده.
د عمرې حج په هر وخت کې، د تمتع د حج له ایامو پرته، ترسره کېدای شي، خو په رجب میاشت کې یې فضیلت ډېر دی.
ایکنا- د رجب په میاشت کې د اعتکاف د ترسره کېدو علت څه دی؟
ځواب ؛ اعتکاف د رجب په میاشت کې ترسره کېږي او باید په جامع جومات کې، د عبادت او الله تعالی ته د تقرب په نیت وي.
په روایتونو کې راغلي دي چې په حرامو میاشتو کې اعتکاف د نورو میاشتو په پرتله زیات فضیلت لري، ځکه اعتکاف دې ته وايي چې انسان څو ورځې د خپلو فرایضو، ځان جوړونې او له غیرالله څخه د لیرې کېدو لپاره ځانګړي کړي.
همدارنګه په روایتونو کې راغلي دي چې د رجب په میاشت کې روژه نیول، په ځانګړي ډول د رجب د میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ ورځو کې ئې، سپارښتنه شوې ده.
د اعتکاف په څېر منظم پروګرامونه د انسان د ارادې پیاوړتیا او د نفس د کنټرول سبب ګرځي، ځکه کله چې انسان داسې فضا ته داخل شي چې منظم مدیریت پکې موجود وي، دا نظم د هغه په روح کې هم مثبتې اغېزې کوي او کولی شي په خپل ژوند کې هم همداسې پرېکړې وکړي، پیاوړې اراده ولري او په داسې شرایطو کې د خپل نفس کنټرول په لاس کې واخلي.
https://qom.iqna.ir/fa/news/4326606