
پاکستانیان د دې هېواد په ځینو ښارونو کې، د یلدا شپه د ژمي لومړۍ شپه ګڼي او د «مه فنگ» په نوم د یوه دودیز جشن په ترسره کولو سره د ساړه موسم هرکلی کوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د یلدا شپې ځانګړي مراسم په کراچۍ کې د ایران له سرقنسولګرۍ سربېره، په اسلاماباد، راولپنډۍ، لاهور او کویټه ښارونو کې هم د ایران د سفارت، سرقنسولګرۍ او د فرهنګي کورونو په کوربتوب ترسره شول.
په کراچۍ کې د مېشتو ایرانیانو مراسم د ایران د سرقنسولګرۍ په کوربتوب ترسره شول. په کراچۍ کې د ایران سرقنسول اکبر عیسیزاده په دې مراسمو کې ایرانیانو ته د یلدا شپې مبارکي وویله او دا ډول دودونه یې د یوځای کېدو او د دوستۍ او مهربانۍ د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله.
همدارنګه د اسلامي انقلاب د رهبر د دفتر د نړیوالو چارو د استازولۍ مرستیال مهدي مصطفوي، د یلدا شپې د فلسفې په اړه وویل: دا پېښه د تیارې پر وړاندې د رڼا د بریا او د تیارو پر وړاندې د روښانتیا د غلبې پیل دی. نو ځکه باید هر هغه څه چې د رڼا له جنس څخه دي، درناوی یې وشي او له هر هغه شي څخه چې د تیارې او کدورت نښه وي، لرې پاتې شو.
د یلدا د شپې جشن؛ په مسکو کې د ایران غږ
د یلدا د شپې مراسم د یکشنبې په ماښام په مسکو کې د یو شمېر ایرانیانو، روسي وګړو او د ایراني کلتور مینوالو په ګډون ترسره شول. دا مراسم د روسیې لپاره د ایران د سفارت په نوښت او د اسلامي کلتور او اړیکو د سازمان او د روسیې د کلتور وزارت په همکارۍ، د موسکینو کاسموس په تالار کې، چې د ودنخا د کلتوري ـ نندارتوني ټولګې ته نږدې دی، ترسره شول.
د «روناک» موسیقۍ ډلې د ایران د بېلابېلو سیمو د یادګاري او خاطرهانګېزو سندرو ټوټې اجرا کړې. د حافظ د دیوان فال اخیستل او د یلدا د شپې د دسترخوان هوارول هم د دې جشن نورې برخې وې.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168702