IQNA

۲۰۲۵ کال ؛ د فرانسې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سخت کال

14:13 - January 05, 2026
د خبر لمبر: 3492268
ایکنا - د پاریس د لوي جومات سرپرست وویل:تېر میلادي کال د مسلمان اقلیت پر وړاندې د شته ننګونو له امله، د فرانسې د مسلمانانو لپاره تر ټولو سخت کال و.

یکنا د «الشروق» له قوله راپور راکړی چې د پاریس د لوی جومات سرپرست، شمس‌الدین حافظ (Chems-eddine Mohamed Hafiz)، تېر میلادي کال د فرانسې د مسلمانانو د ټولنې پر وړاندې د سترو ننګونو له امله—چې د دین پر بنسټ د حذف تر کچې رسېدلې وې—یو له هغو کلونو وباله چې د انسان پر بدن او ذهن ژورې اغېزې کوي.

هغه د هغو څو ترهګریزو پېښو یادونه وکړه چې د یو شمېر مسلمانانو د وژل کېدو لامل شوې وې او د دغو کړنو او چلندونو پر وړاندې ئې د فرانسوي چارواکو پر چوپتیا  نیوکې وکړې.

شمس‌الدین حافظ د پاریس د جامع جومات په رسمي ټویټر (ایکس)  اکاؤنټ کې ولیکل: «ځینې کلونه بې له دې چې نښه پرېږدي تېرېږي، او ځینې نور کلونه د انسان پر بدن او ذهن کې حک کېږي؛ نه د شور او ځوږ له امله، بلکې د هغه څه له کبله چې د روح په ژورو کې پاتیکیږي. تېر کال د فرانسې د مسلمانانو لپاره له همدغو کلونو څخه و؛ یو دروند او له ننګونو ډک کال.»

هغه د یوه ځوان مسلمان د وحشیانه قتل یادونه وکړه چې په فرانسه کې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال وژل شوی و او دغې وژلې توکمپاله انګیزه لرله.

دا پېښه د فرانسې د پخواني کورنیو چارو وزیر، برونو روتایو، له نه توجیه کېدونکې بې‌پروائۍ سره هم‌مهاله وه؛ هغه چې د ښي اړخي بهیر  غړی دی، نه ئې د مقتول له کورنۍ سره د لیدو زحمت وکړ او نه هم د پېښې ځای (جومات) ته ولاړ. دغه چلند د مسلمانې ټولنې غوسه راوپاروله، او د مقتول کورنۍ دوه ورځې وروسته د روتایو له لیدنې انکار وکړ.

حافظ ټینګار وکړ: «دا سړی یوازې د دې لپاره ووژل شو چې مسلمان و. د هغه مرګ له چوپتیا سره مخ شو، لکه د ځینو کسانو ژوند چې له نورو ژر له منځه وړل کېدای شي. دا چوپتیا ډېره اغېزناکه وه او ژور اغېز ئې پرېښود، داسې اغېز چې د کورنۍ له غم او درد څخه هم ډېر  ورآخوا و.»

هغه زیاته کړه چې په هماغه کال کې د قومیت او مذهب پر بنسټ نور قتلونه هم وشول، لکه د فرانسوي پولیسو له لوري د یوه تیونسي کډوال وژل کېدل.

نوموړي همدارنګه په فرانسې کې له اسلامه د ‌وېرونې (اسلاموفوبیا) د زیاتېدو یادونه وکړه چې بې‌ساري کچو ته رسېدلې ده، او خبرداری ئې ورکړ: «د دې ناورینونو ترڅنګ، له  اسلامه د ‌وېرونې د پروسې  یو ژور ریښه‌لرونکی فضا هم شته چې ډېر کم ښکاره کېږي، خو ډېر ژور بنسټ لري.»

د پاریس د لوي جومات سرپرست وویل، دا حالت د دې لامل شوی چې مسلمانان د ورځني ستړیا احساس وکړي؛ داسې ستړیا چې د شک، ځیرکو کتو او ټولنیز واټن نیولو له امله رامنځته شوې ده، او دا چارې دومره عادي شوې دي چې نور عادي بلل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4326896/2025

captcha