IQNA

د نیویارک د نوي ښاروال دندې پیل د قرآن کریم پر سوګند سره پیل شوې

11:14 - January 04, 2026
د خبر لمبر: 3492254
ایکنا - د نیویارک نوي ښاروال، زهران ممداني، په یو لړرسمي مراسمو کې خپله دنده د قرآن کریم پر سوګند سره پیل کړه.

 ایکنا نیوز  د سی این این له قوله راپور راکړ،زهران ممداني د منهتن په یوه  تاریخي او له کاره لوېدلي میترو سټېشن کې د قرآن کریم پر سوګند سره د نیویارک ښاروال شو. ممداني، چې د امریکا د تر ټولو لوي ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی، د سوګند پر مهال ئې خپل لاس پر قرآن کریم ایښی و.

هغه په یوې لنډې وینا کې وویل: «دا رښتیا هم د ټول عمر لپاره یو ستر ویاړ او امتیاز دی.»

ممداني اوس د امریکا په سیاست کې له هغو سیاستوالو څخه شمېرل کېږي چې ډېر حساس نظرونه ورباندې دي او د هېواد له تر ټولو سختو سیاسي دندو څخه یوه پر غاړه اخلي. هغه نه یوازې د ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی، بلکې د جنوبي اسیا د نسل لومړنی مشر، او همدارنګه لومړنی کس دی چې په افریقا کې زېږېدلی دی. نوموړی په ۳۴ کلنۍ کې د نیویارک ښاروال د وروستیو څو نسلونو تر ټولو ځوان هم بلل کېږي.

له بلې خوا، د نوي ټاکل شوي ښاروال ټیم د رمزي قاسم د ټاکنې پخلی هم وکړ. رمزي قاسم یو سوریایي–امریکایي د بشري حقونو مدافع او د حقوقو استاد دی، چې د ښاروالۍ د عالي حقوقي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی. امریکایي رسنیو دا ګام د نیویارک ښاروالۍ د سیاسي او حقوقي تګلارې لپاره د پام وړ اغېزو لرونکی بللی دی.

اسرائیلي ورځپاڼې «یدیعوت آحارونوت» په یوه تحلیلي راپور کې ولیکل: د ممداني بریا د پلویانو له نظره د ښاري مدیریت د «نوې دورې» پیل دی، خو منتقدان یې دا د نیویارک ښار له دودیزو دریځونو څخه، په ځانګړي ډول د اسرائیل او یهودي ټولنې سره د اړیکو په برخه کې، یو د اندېښنې وړ انحراف بولي؛ داسې ښار چې د نړۍ دیهودیانو یوه لویه ټولنه پکې ژوند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4326337

captcha