IQNA

د ښه ګاونډیتوب له مخې مو پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله

11:27 - January 04, 2026
د خبر لمبر: 3492260
ایکنا- د افغانستان  او پاکستان  ترمینځ وروستیو ترینګلتیاؤ ددواړو هیوادونو د حکومتونو ترمینځ بې اعتمادي او ناباؤري تر ډيره حده زیاته کړې ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د افغانستان د طالبانو  د حکومت ویندوي  ذبیح‌الله مجاهد په یولړ څرګندونو کې ویلي، چې د ښه ګاونډیتوب د تګلارې له مخې ئې له پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله او  جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده،نو باید ټول دې په خود کې شي.

مجاهد د کابل او اسلام‌اباد ترمینځ وروستۍ ترینګلتیاوې د ځینو ځانګړو کړیو د هڅو پایله بللې او ویلي ئې دي چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او دغه ډله په هماغه هېواد کې فعالیت لري.

مجاهد همداراز ټینګار کړی چې افغان طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال د هېڅ هېواد پر مرستې تکیه نه ده کړې، او جګړه ئې د افغانستان له خاورې دننه کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې  په دا وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د وروستیو سرحدي شخړوپسې ځیني کړئ لاس په کار شوي څو  ددغودواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ بې باؤري او بې اعتمادي  نوره هم زیاته کړي او په خړو اوبو کې کبان ونیسي.

ډیری شناندي  وائي که دغه دواړه ګاونډي هیوادونه په خود کې نشي ، او خپل مینځئ شخړې پخپلو کې سره حل نه کړي ،نو ښائي وضعیّت ترهغه لوري روان دي چې  ممکنه ده د تیرو لسیزو وضعیّت یو ځل بیا پر سیمې  په تیره بیا پر افغانستان او پاکستان واکمن شي او داخلی شخړې ئې نوره هم زیاتې شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169160

captcha