
ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسي څانګې له قوله راپور راکړ،د ایران په لودیځ کې د ارومیه داهل سنت د جمعې امام دایران په باب د ټرمپ د ګستاخو څرګندونو په غبرګون کې ټينګار وکړ، په ایران کې د اعتراض کونکو د ژغورنې د تشو ډنډورو پّ باب د واشنګټن ادعا د هیواد د خپلواکۍ په ضد او د دخالت ښکاره مصداق وباله.
د ایران په لودیځ کې د ارومیه د اهل سنت د جمعې امام ماموستا مامد کلشي نژاد په ایران کې د اعتراض کونکو د ژغورنې په باب د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ د ګستاخو څرګندونو په محکومولو سره دا خبرې استعماري او ګوت وهونکې وبللې او وې وئيل؛ د ایران ولس به هیڅکله اجازت ورنه کړي، پرَدي د دوي په برخلیک کې ګوتې ووهي.
په دغه راپور کې وئيل شوي ديکلشي نزاد ټينګار کړی دی، دغه شان دریځ هیڅکله په نړیوال ډګر کې هیڅ حقوقي بنسټ نه لري او د په تیرو لسیزو کې د ایران دملت په ضد د متحده ایالاتو د سلطه غواړو سیاستونو دوام نښه ده .
ماموستا ګلشي نژاد زیاته کړې ده ؛د ایران د ملت برخلیک یوازې د دوي دځوانانو په لاس مشخص کیږي او د ایران په کرتو ثابته کړې ده چې د پرَدیو د سرزوریو په وړاندې کلک دریږي. هغه ټينګار وکړ، ددغه شان لاسوهنو هدف د استعماري موخود پرمخت بیولو لپاره کلک ملي هوډ ته تاوان رسول او د درز اوتفرقې رامینځةکول دي ، چې هیڅ به په لاس ورنشي.
د ایران د خارک سیمې د اهل سنتو د جمعې امام هم ووئيل؛ د شهید حاج قاسم سلیماني مکتب له ټولو مسلمانانو سره اړونده دی.
د ایران په جنوب کې د خارک ټاپو د اهل سنتو د جمعې امام شیخ احمد رضا کنعاني ددې خبرې په کولو سره چې د شهید سردار قاسم سلیماني له مذهبونو او پلو ورآخوا دی ووئيل؛دغه مکتب د مظلومانو ددفاع، د ایمان او د اسلامی وحدت پر اساس بڼه موندلې ده. شیخ کنعاني د شهید سردار قاسم سلیماني مکتب ته په اشارې سره ووئيل؛شهید قاسم سلیماني یوازې یو پوځي قوماندان او جنرال نه ؤ،بلکې د اخلاص، شجاعت ، ولسی کیدا او اسلامی اوانساني ارزښتونو ته د پابندۍ یوه بیلګهع شمیرل کید. هغه زیاته کړه ، د شهید قاسم سلیماني مکتب له ټولو مسلمانانو سره اړونده دی او د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ د هغه د یووالي او حدت رامینځةکونکی نظر ، له نړیوال استکبار سره د قمابلې او دم قاومت د جبهې په پیاوړتیا کې یو مهم عامل ؤ.کنعاني د ځوان نسل لپاره د شهید قاسم سلیماني د مکتب دبیانولو په ضرورت په ټينګار سره ووئيل؛د سرښیندنې ، د خلکو دصادقانه خدمت کونې او مسئولیّت منلو د کلتور دودول، ددغه ارزښتمند مکتب یو ترټولو مهم پیغام دی.
د ایران د کرمانشا د اهل سنتو د جمعې امام ووئيل؛د ایران ملت د صهیونیستي رژيم د موخو پيرو نه دی
د ایران د اسلامی جمهوریت په لویدیځ کې د کرمانشاه د اهل سنتو د جمعې امام ماموستا ملاعبدالرحمن مرادي سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو ته پّ اشارې سره ووئيل، دایران ملت د ۱۲ ورځني جنګ پشمول په حساسو وختونو کې په روښانه ډول نړیوالو ته وروښودله چې د صهیونیستي رژيم او دهغوي د ملاتړو د جنایتکارو موخو پيروکار نه دي او تل په هوښیارئ سره د خپلواکۍ ، عزت او ملی وحدت لاره ئې غوره کړې ده . هغه ټينګار وکړ، باید دخلکو په حقه غوښتې د فرصت غواړو عناصرو او بهرنیو بهیرونو له خوځښتونو سره ونه ګڼل شي، ځکه چې د ایران خلک په هوښیارئ او مسئولانه انداز سره له قانوني لارو د خپلو حقوقو او غوښتنو په خاطر اعتراضونه او لاریونونه کوي چې خپل یو مسلم حق ګڼي .
https://parstoday.ir/fa/iran-i33216