د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دا ښوونيزې دورې د ټول عراق د پوهنتونونو محصلانو لپاره د قران زده كړې منصؤبې په نوم تر سره شو.
دا ورو ستی مراسم پرون د امام حسين عليه السلام د زيارت په خاتم الانبياء ستر هال كې تر سره شول په دې مراسمو كې د امام حسين عليه السلام او حضرت عباس علمدار كربلا زيارت چارواك او د عراق د ښوونې وزارت استازې او همدارنګ د عراق د مختلفو پوهنتونونو د استاذانو او محصلانو ګډؤن وكړ.
د امام حسين عليه السلام د زيارت د انتظاماتو مشر ښاغلی شيخ «عبدالمهدی الكربلائی»، په دې دورې كې ګډؤن كوونكو كې لسو كسانو ته انعامونه وركړ چې دا انعام د ايران د مشهد مقدس د زيارت هوایې ټيكټ ؤ.
981417