IQNA

په هوائی الوتونو كښی د شرعی اوقاتو حساب كوونكے طراحی شو

23:00 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2302176
نړيواله ډله: په اوږد مهالو هوائی الوتونو كښی د خپلو روزانه نمونځونو د وخت د ټاكلو لپاره له مسلمانانو سره د مرستی په هدف سره په هوائی الوتونو كښی د شرعی وختونو تر ټولو وړومبے حساب كوونكے سافټ ويئير د سينګاپور د يوی كمپنۍ له خوا طراحی شو.
د «Islam Today» اطلاع رسونی د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری ايجنسۍ (ايكنا) د رپوټ له مخی دغه په ليكه او آن لائن سافټ ويئير په ميداء هيواد كښی د نمانځۀ د وخت په حساب او د مقصد د ښار او د هغو ښارونو چی د سفر په وخت به له هغو څخه تيریږی په نومونو سره د يو الګوريتم په بنياد د سفر په دوران كښی يی اطلاع مسافر يا د سافټ ويئير استعمالوونكی ته وركوی.
په هوائی الوتونو كښی دغه حساب كوونكے سافټ ويئير د روانی مياشتی په دوران كښ د سينګاپور د كرسنټ ریټينګ (Crescentrating) كمپنۍ لخوا چی د د حلالو هوټلونو په اړه مسلمانو سيلانيانو او مسافرانو ته د اطلاع رسونی او د مسلمانانو لپاره د الوتونو د طلاعاتو په زمينه كښی فعاليت لری وړاندی كړے شوے دے.
981618
captcha