د ايران د قرانی خبری ايجنسۍ (ايكنا) د مركزی ايشيا د څانګی د رپوټ له مخی د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور د وزارت د افغان توريسټ د اداری مشر سيد زمان الدين بهاء په دی باره كښی وويل: په اوس حال كښی له شپږو سوو نه زياتو سياحتی او زيارتی شركتونو لپاره د فعاليت او اسلامی هيوادونو ته د زائرانو د لیږلو اجازتنامی وركړی شوی دی چی دغه چاره له دغه هيواد څخه مقدسو زيارتونو ته د زائرينو د سفر د اسانتاؤ سبب شوی ده.
هغه وويل: د افغانستان په سياحتی او زيارتی مختلفو شركتونو كښی د زيارتی سفرونو لګښتونه له يو بل سره فرق نۀ لری او يوشان دی او زائرين د سوريی ، عراق او ايران هيوادونو مقدسو زيارتونو ته د سفر لپاره تقريباً دوه ميليون تومان ادا كوی.
هغۀ د دی په بيانولو سره چی د دغو شركتونو له جوړولو څخه مقصد د خداے د ګران رسول (ص) د پاكو اهلبيتو عليهم السلام د عاشقانو خدمت دے يادونه وكړه. په تيرو دريو كلونو كښی سوريی، عراق او ايران ته له پنځوسو نه زياتو كاروانو په لیږلو كامياب شوی يو.
981399