IQNA

د ايران او روس د دينی همكاريو د پس منظر بيان شو

12:50 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302279
سياسی او اجتماعی ډله: د روس د اسلامی تفاهم د انجمن د مشر او د جامعه المصطفی (ص) العالميه د پلاوی د اوری د مياشتې د اتلسمې نېټې په په كتنه كښې چې د روس په سټاوروپول مركز كښې وشوه د دواړو هېوادونو اوږد مهال دينی پس منظر بيان شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د يورپ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې په دغه كتنه كښې چې د دريم ځل لپاره شوې ده د موردووی جمهوريت مفتی فهيم شافيع اف هم پكښې موجود ؤ.
محمد رحيم اف څرګنده كړه: د دواړو هېوادونو د مسلمانانو ترمېنځ د دوستانه روابطو د تقويت په زمينه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت غوره خدماتو ته په پام سره د سټاوروپول د مسلمانانو په چارو د غور كولو اداره به د ايران له اسلامی جمهوريت سره د پائېدارو تعلقاتو د ټينګولو لپاره په خپل پروګرام كښې زيات اقدامات راولی.
د جامعه المصطفی (ص) العالميه د پلاوی سرپرست سلكی حميد رضا عبدالله په دغې كتنې باندې د خوښۍ په څرګندونې سره وويل: مونږ د روس له دينی ادارو سره د اوږد مهاله همكاريو لپاره تيار يو. زمونږ د پوهنتون اصلی هدف د دين او مذهب زدكړه وركول دی چې د بشر دوستانه او ښوونې او ورزنې ډګرونه هم پكښې شاملیږی.
982627
captcha