IQNA

8:11 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302283

د اسلامی ايران استخباراتی ځواكونو د اسرائيلو يوه جاسوسی کړۍ ونيوله

سياسی ډله: د اسلامی ايران د استخباراتو وزارت نن په ډاګه كړه چې د استخباراتی ځواكونو د نه ستړې كيدونكو هلو ځلو په پايله كې ېې د قدس د نيواك ګر رژيم يوه لويه او تخريبی جاسوسی شبكه كشف كړې او د هغوی د مزدورانو او جنايت كاره تروريستانو يوه ډله ېې نيولې ده .

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حكومتی ويب پاڼې یې نقلوی چې د اسلامی ايران د اطلاعاتو وزير څرګنده كړه زمونږ د ځواكونو زيركانه او پيچلی عمليات د صهيونيستانو د يوه سيمه ايز مركز چې د سيمې په يوه هيواد كې دئ د كشفيدو او په ايران كې د هغو د فعالو لاس پوڅو د نيول كيدو لامل شول.
ښاغلی مصلحی څرګنده كړه د دې عملياتو په ترځ كې د جاسوسان يو شمير عملياتی هستې په داسې حال كې كشف او خنثی شوې چې د ترهګرو عملياتو اجراء ته ېې چمتوالئ نيوه .
د ايران د استخباراتو وزير په ډاګه كړه له نيول شويو كسانو چاودنې ته چمتو شوی بمونه، اتومات ماشينګڼې او بې غږه وسلې او ډير نور جاسوسی او ترهګريز توكی تر لاسه شوی دی.
983238
captcha