IQNA

مهمانپرست: د هرې فتنی شا ته د صهيونسټانو لاس شته

14:26 - April 12, 2012
د خبر لمبر: 2303037
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی د ايران او ۵+۱ډلې د خبراترو د نوی پړاؤ د پيليدا په درشل كې ټينګار وكړ د ايران د ملت په وړاندې به سپك او د زور ادبيات هیڅ ځواب ورنكړی او ايران هیڅكله د چا له دړكو نه ويریږی او د خپلو حقه حقو له يوې چپې هم نه تيریږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د خارجه وزارت ويندوی ښاغلی رامين مهمانپرست وويل چې ټول تاريخی سندونه پر فارس خليج ګواه دی د فارس خليج امنيت ساتل د سيمې د ملتونو مسئوليت دی او دا دټولو ملتونو حق دی چې آزاد وی او د نورو له سلطې ليرې ژوند وكړی.
ښاغلی مهمانپرست وويل چې هر ځای كې چې فتنه او لانجې وی هلته به د اسرييلو لاس ضرور وی
هغه هم دا راز د سيمې د ځينو نورو هيوادونو په وړاندې د سيمې د ځينو حكومتونو په سپيرو سياستونو په نيوكو سره روښانه كړه، د سيمې ځينی حكومتونه بايد پوه شی يوه ورځ به د دوی وارهم وی او هغه مستكبران چې اوس د دغو حكومتونو د اړتيا په خاطرله هغو د ملاتړونو ادعاګانې كوی، يوه ورځ به د دغو حكومتونو لپاره هم كار وګوری او بيا به ئې لاره نه وی.
983543
captcha