IQNA

په هندوستان كې د وحدت او اسلامی ویښتيا په موضوع سيمينار تر سره كیږی

14:26 - April 12, 2012
د خبر لمبر: 2303295
د تفكر او نظر ډله: د وحدت او اسلامی ویښتيا په موضوع يو سيمينار د اپريل د مياشتې په يولسمه نیټه په هندوستان كې روان دی دا سمينيار د مسلمانانو اتحادیې لخوا په اتر پرديش كې په لكهنو ښار كې تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په مسلمانانو كې د وحدت د پراختيا او اسلامی ویښتيا سره د اشنایې په موخه د روانې ميلادی مياشتی اپريل په يولسمه نیټه يو سيمينار راوان دی چې موضوع یې وحدت او اسلامی وپښتيا دی چې پكښې د هندوستان شيعه او سنې عالمانو او لوړ شخصيتونه ګډؤن كوی.
دې راپور سره سم په دې سيمينار كې د هندوستان شيعه عالمان حجۃ الاسلام صادق په اسلامی ویښتيا او سلمان ندوی د مسلمانانو د اقتصادی حالت په موضؤع خبری كوی.
دې نه علاوه په اسلام كې يووالې د اسلامی ميراث ساتنه او د مسلمانانو ذمه واريانو په شان موضؤعات هم ددې سيمينار په پروګرام كې شامل دی.

982794
captcha