IQNA

په پاكستان كې د ايرانی كلتور او هنر نندارتون

14:26 - April 12, 2012
د خبر لمبر: 2303298
د كلتور او هنر ډله: د پاكستان په تاريخې ښار لاهوركې د خانه فرهنګ جمهوری اسلامی ايران لخوا د د ايرانی كلتور او هنر نندارتون تر سره كیږی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې د پاكستان د پيپلز ګوند كلتوری څانګې مشر ښاغلی مرغوب نقوی د ايران د خانه فرهنګ مشر ښاغلی عباس فاموری سره په لاهور كې وكتل په دې كتنې كې د پاكستان او ايران تر مينځ د هنر او كلتوری مسايلو باندې خبرې وشوی.
مرغوب نقوی په دې كتنې كې وويل چې د ايران او پاكستان مذهبی او كلتوری تعلقاتو د پراختيا لپاره د نندارتون د تر سره كولو لپاره د خانه فرهنګ خدمتونه او حمايت ضروری دی او د دا ډول ننداتونونو تر سره كيدو سره د دواړو اسلامی هيوادونو په اړيكو كې پراختيا تر لاسه كیږی.
ښاغلی عباس فاموری هم د دواړو هيوادونو په تعلقاتو كې د پراختيا په اهميت باندې په ټينګار سره وويل چې د ايران خانه فرهنګ په راتلونكی ميلادی مياشتې كې په لاهور كې تر سره كيدونكی تجارتی او صنعتی نندارتون كې هم برخه اخلی.
982926
captcha