IQNA

د قدس د يهودی كولو اودرول او له سوریې څخه ملاتړ، د دمشق د كانفرنس غوښتنه

19:05 - April 12, 2012
د خبر لمبر: 2303360
نړيواله ډله: ((له قدس څخه ملاتړ)) نومې كانفرنس د اوری د روانې مياشتې په ٢٣ نېټه د وورستۍ بيانیې په صادرولو، د قدس په يهودی كولو په اودرولو او له سوریې څخه په ملاتړ باندې په تاكيد سره خپل كار پاې ته ورسوۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سوریې د (SANA) خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ: ((له قدس څخه ملاتړ)) نومې كانفرنس كښې ګډون كوونكو مفكرانو او پوهانوپه خپله وروستۍ بيانيه كښې له عربو او اسلامی شخصيتونو څخه وغوښتل چې د قدس شريف د يهودی كولو او د مسجدالاقصی د ړنګولو لپاره د صهيونېسټ رژيم له سختو اقداماتو سره دې مقابله وكړی او د عربی او اسلامی ملكونو له رسنيو څخه یې هم وغوښتل چې د دغه رژيم د اقداماتو خبرونه دې خپارۀ كړی.
د دغه كانفرنس په پاې كښې ګډون كوونكو د عربی هېوادونو او نړيوالو ټولنو خاموشۍ ته په اشارې سره څرګنده كړه چې د قدس شريف د مسئلې په وړاندې خاموشی د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو سره ملګرتيا ده
هغوی همدارنګ د عربو او اسلامی نړۍ له مفكرانو او پوهانو څخه وغوښتل چې د قدس شريف له مقدسو ځايونو او حقوقو څخه د ملاتړ لپاره دې د مقاومت كلتور راژوندے كړی او د فلسطين، د لبنان د جنوب له مقاومت او په سوريه كښې د جولان له لوړو څخه دې ملاتړ وكړی.
دغه نړيوال كانفرنس د اوری د مياشتې په ٢٢ نېټه د سوریې د ولسمشر بشار اسد تر څارنې لاندې د دغه هېواد په پائېتخت دمشق كښې خپل كار شروع كړے ؤ .
983768
captcha