IQNA

د فن لينډ اسلامی انجمن د شيعه مراجعو په استازيو باندې قاتلانه حملی وغندلې

19:05 - April 12, 2012
د خبر لمبر: 2303361
نړيواله ډله: د فن لېنډ د شيعه اسلامی مراكزو انجمن د يوې بيانیې په جاری كولو سره د عراق په مختلفو صوبو كښې د شيعه مراجعو په استازيو باندې وروستۍ قاتله حملې وغندلې.
د «صوت العراق»، اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې په دغه بيانيه كښې راغلی دی ځينې عراقی صوبې په دې وروستيو وختونو كښې د شيعه مراجعو د نمائندګانو په خلاف د ګڼ شمېر حملو كتونكې وې چې وروستۍ حمله د كربلا په جنوب كښې د آيت الله العظمی سيد علی سيستانی د استازی سيد محمد صافی په كور باندې حمله وه.
دغه انجمن همدارنګ د دې په بيانولو سره چې د مرجعيت او د مراجعو د نمائندګانو بې حرمتی د عراق د ټولو فرقو او ډلو د عراقيانو توهين دے. دغه انجمن همدارنګ په نجف اشرف كښې د اسلامی اعلی شورا پخوانی مشر شهيد آيت الله العظمی سيد محمد باقر حكيم په مزار كښې ترهه ګره چاودنه وغندله.
دغه انجمن په اخېر كښې د عراق له حكومت او امينی مراكزو څخه وغوښتل چې له شيعه مراجعو او د هغوی له استازيو څخه په ملاتړ او د مجرمانو په تعقيبولو او نيولو سره دې هغوی محاكمه كړی.
983711
captcha