د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د مركزی اېشيا د سيمې څانګې آر اېن نيوز په نقل سره رپوټ وركړ: د دغه هېواد د ملی پارلېمان استازی فضائيل آقامعلی له مېډيا فورم خبری اېجنسۍ سره په يوه مركه كښې وويل: د سياسی ګوندونو په حقله د نوی قانون په لائحه كښې چې د آذربائيجان جمهوريت د رياست د ادارې لخوا برابره كړې شوې ده او د تصويب لپاره پارلېمان ته وړاندې كړې شوې ده ټاكلې شوې ده چې د سياسی ګوند او دينی عقائدو لپاره دې پوله وټاكل شی.
هغۀ څرګنده كړه: دا قانون د دين په نامه د سياسی ګوند د جوړولو او فعاليت كولو يا د دين ته د ګروهنې لرلو د ممنوعيت سبب كیږی.
هغۀ زياته كړه:د دې ممنوعيت څرګندونه په اساسی قانون كښې هم شوې ده، ځكه چې آذربائيجان يو سېكولر حكومت لرونكے ملك دے او هلته كښې دين له سياست څخه جدا دے.
د يادونې ده چې له دې مخكښې هم له اسلامی او شيعه تګ لارې سره د سياسی ګوند جوړول او فعاليت كول د آذربائيجان دحكومت نظرياتو ته په پام سره په دغه هېواد كښې یې امكان نۀ لرۀ.
983710