د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Times Live» ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د قزاقستان د سېمی ښار د جومات امام د د قزاقستان له ٣١ خصوصی ټيلی ويژنی چېنل سره په مركه كښې له سپكاوی نه د دغه ډك اقدام د غندلو په ترڅ كښې وويل: چې دغه توليد كوونكے شركت پكار دی د دغه سپكاوی په خاطر له مسلمانانو څخه بخښنه وغواړی.
د دغه شركت د شرابو په بوتلونو باندې په داسې حال كښې د ((جلاله الله)) عبارت ليكل شوے دے چې اسلام د هر قسم شراب څښل منعې ګڼی.
د قزاقستان د جومات د امام او مسلمانانو له احتجاج نه وروسته د دغه هېواد چارواكو د ولسی احتجاجونو د پراختيا له ويرې له دوكانونو څخه د جئول شركت د شرابو د بوتلونو د راغونډولو حكم جاری كړے دے.
قزاقستان هېواد له ٦٥ فيصده نه زيات مسلمانان تشكيلوی او د باخبرو سرچينو د اعلان له مخې په دغه هېواد كښې اسلام ته ګروهنه په تېره بيا په ځوانانو كښې هره ورځ له مخكښې نه ډېره مخ په زياتېدو ده.
د قزاقستان مسلمانان غالباً سنی مذهبه دی او اسلاوګان د دغه هېواد ترټولو لوے اقليت دی. كه څه هم د قزاقستان د نفوسو اكثريت مسلمانان تشكيلوی خو په دغه هېواد كښې د شرابو په څښلو باندې څخه مموعيت وجود نۀ لری.
983602