IQNA

حضرت فاطمه (س) د شهادت په مناسبت په تركی كې عزادارۍ تر سره شوه

12:30 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303614
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت فاطمہ (س)د شهادت په مناسبت د تركی په مانسيا ولايت په ترقوتلو ښار كې د عزادارۍ پروګرام تر سره شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بی بی فاطمه زهرا د شهادت ورځو په مناسبت په امام حسين نومې جومات كې ماتم تر سره شو چې پكې د تركی مشهور دينی عالم ښاغلی مير جلالی اردم خطاب وكړ هغه د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د ګرانې لوړ د لوړاوې په بيانولو سره دا حديث بيان كړ چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله فرمايلی دی چې فاطمه بی بی زما د زړه ټكړه ده چا چې هغه ته تكليف ورسوه داسې ده لكه هغو ما ته تكليف رسولی وی او چا چې زه خفه كړم هغه خدای خفه كړې دی.
هغه زياته كړه چې سوره كوثر د اسلام دغه لوړې ميرمنی چې ورته "سيدۃ النساء العالمين" هم ويلی كیږی، په شان كې نازل شوی دی پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله خپلې لور سره ډيره مينه كوله او د هغې بی بی ډير درناوې یې كاوۀ.
983784

captcha