IQNA

12:32 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303615

په جنوبی افريقې كې د فاطمه الزهرا د شهادت په مناسبت ماتم تر سره كیږی

سياسی او ټولينزۀ ډله: د جنوبی افريقې د شيعه د جمادی الثانی مياشتې كې د بی بی زهرا سلام الله عليها د شهادت په مناسبت د ماتم او غم مجلسونه تر سره كوی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د المصطفی نړيوال پوهنتون پخوانې محصل ښاغلی شيخ عبدالله كازينګاتی وويل چې په دولسم اپريل د جنوبی افريقی په پرټوريا، سویټو، جوهانسبرګ ، خارنګو او داسې نورو ښارونو كې د شيعه تنظيمونو او مركزونو غړو ناسته تر سره شوه چې پكښې د بی بی زهرا د شهادت د ورځو او همدارنګ د محرم الحرام د غم ورځو په مناسبت سره پروګرامونو اعلان وشو.
په دې راپور كې راغلی دی چې د كيپ ټاون د اهل بيتو مركز د ډربن د امام حسين جومات او د جوهانسبرګ كېد پاكستانی شيعه جومات كې د بی بی زهرا د شهادت په مناسبت سره عزادارۍ مجلسونه او ماتمونه تره سره كیږی چې پكښې نوحې، ماتم ويناوې او د بی بی د مصيبتونو ذكر كیږی.
983814

captcha