IQNA

په پيرس كې د فاطمه الزهرا د شهادت په مناسبت د ماتم پروګرام تر سره كیږی

12:31 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303616
نړيواله ډله: د فرانس په پلازمينېی پيرس كې د د محبان اهل بيت عليهم السلام انجمن د اپريل په دولسمه نیټه د د فاطمه الزهرا د شهادت په مناسبت ماتم تر سره كوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز "fr-beytolzahra-paris" یې نقلوی چې د عزادارۍ دا مجلس د اسلامی انجمن په بيت الزهراء ستر هال كې د ځای وخت په مطابق ماښام اووه نيمې بجې شورو كیږی.
د پيرس د اسلامی انجمن د ايران كلتوری سنټر(خانه فرهنګ) ټولو غړو او په پيرس كې ميشته ايرانيانو او د فرانس د اهل بيتو مينه والو ته په دې مجلس كې د ګډون بلنه وركړی ده.
يادونه كوو چې په دې مجلس كې ښاغلی حجۃ الاسلام رمضانی دعای كميل هم وایې او د ماښام لمونځ نه پس به ماتم او نوحه خوانی هم كیږی.
983576
captcha