IQNA

د بحرين ال خليفه ديكتاتور رژيم د خلكو سوله ايز انقلاب نشی ځپلای

12:31 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303620
نړيواله د بحرين د وحدت پال ډيموكراټيك ملی ګوند د مشر مرستيال وويل ال خليفه رژيم د خلكو انقلاب نشی ځپلای.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له "alwasatnews" یې نقلوی چې د بحرين د وحدت پال ډيموكراټيك ملی ګوند د مشر مرستيال وويل د بحرين د كورنيو چارو وزير د خپلو ګوډاګيانو په وسيله د خلكو د انقلاب د ځپلو په هدف سره د شپې په مهال د سوله ايزو مظاهرو د ځپلو او جوماتونو ته د سپكاوی د كولو په حال كښې دی.
دغه راز وړمه شپه د بحر ين يو شمير لوفرانو چې چاقووان او كوتك ورسره وو په شيعه ميشته سيمو حملې وكړې او خلك یې په خپلو كورونو كښې وهل او ځينې كسان یې سخت ژوبل كړل.
له دغو لوفرانو سره د بحرين حكومتی عسكرو مرسته كوله. هغه وويل د بحرين د كورنيو چارو وزير دخلكو د ستر انقلاب د بندولو په هدف سره د بحرين د ملت د ځپلو حكم وركوی.
دا په داسې حال كښې دی چې د بحرين د خلكو انقلاب به د ښاريزو د وژلې ، ځپلې او د جنايتونو د ترسره كولو په خاطر د كورنيو چارو د وزيرې تر څنګ ته كيدا، محاكمه او سزا كيدا پورې دوام ولری.
هغه وويل د بحرين ديكتاتور رژيم د خلكو د سوله ايز انقلاب د بندولو لپاره د خلكو د ځپلو او د جوماتونو د ړنګولو لپاره له ټولو اوزارونو حتی له ټانكونو، زغرګاډو، او هيلی كوپټرونو څخه كار اخلی.
خو د بحرين خلك به هیڅ كله له خپلو غوښتنو لاس وانه خلی او د هغوې انقلاب به ديوه منتخب حكومت جوړيدا او ازادۍ ته تر رسيدا پورې دحقه او قانونی غوښتنو تر پوره كيدا پورې دوام ولری .
په بحرين كښې دخلكو انقلاب له تير ميلادی كال راهسې پيل شوی خو امريكا ، انګلستان ، سعودی عربستان، اردن ، متحده عربی امارات او ځينې نور عرب هيوادونه دخلكو دانقلاب په ځپلو كښې له ديكتاتور ال خليفه رژيم سره مرستې كوی .
سعودی عربستان بحرين ته څو زره عسكر هم استولی او امريكا او انګلستان دبحرين له رژيم سره پوځی او مالی مرستې هم كوی .
ويل كیږی په بحرين كښې دخلكو په ځپلو دامريكا او انګلستان پوځی قوماندان څارنه كوی .
983776
captcha