د ائيرلېنډ او فلسطين د ائتلاف(The Ireland Palestine Alliance) غړی ډېوېډ موريسون د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې دې مطلب په بيانولو سره وويل: په وروستيو كلونو كښې د ارتباطاتو پراختيا د اطلاعاتو د نشرولو انحصار د لويدیځو رسنيو چې د اسرائيلو په ګټه خبررسونه كوی له لاسه خارج كړے دے او د اسرائيلو د جنايتونو په نسبت د عمومی اګاهۍ د پراختيا سبب شوې ده.
هغۀ څرګنده كړه: په دا ډول حتی لويدیځې رسنې هم مجبورې شوی دی چې د اسرائيلو د جنايتونو خبرونه خپارۀ كړی چې مونږ په ٢٠٠٦ كال كښې په لبنان باندې د اسرائيلو د حملې، په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ كلونو كښې په غزې باندې د حملې او په ٢٠١٠ كال كښې غزې ته د مرستو رسوونكو كشتيو باندې د حملې او د تركیې د نهو تنو ښاريزو د وژلې په قضيه كښې د دې چارې كتونكی وو.
موريسون په دوام كښې د مينځنی ختیځ په سيمه كښې د انقلابونو راومنځته كېدل او په سيمه كښې د اسرائيلو د متحدو رژيمونو منجمله د مصر د ولسمشر حسنی مبارك او د تيونس د فراری ډېكټېټر زېن العابدين بن علی نسكورېدل په اسرائيلو بندې يو مضبوط ګوزار وبالۀ چې د فلسطين په مسئله كښې یې ټول انډولونه ګډوډ كړل.
هغۀ له اسرائيلو څخه د امريكې هر اړخيزو ملاتړونو ته اشاره وكړه او وې ويل: وروستو واقعاتو په پام سره د دغو ملاتړونو دوام په هیڅ وجه د امريكې په ګټه نۀ دے، په داسې حال كښې چې د فلسطين د خلكو په خلاف په تېره بيا د غزې په تړانګه كښې د اسرائيلو جنايتونه هم هغه شان دوام لری، له دغه رژيم څخه د امريكې سياسی او فوځی ملاتړ به له اسلامی او عربی نړۍ سره د امريكې روابط له مخكښې نه زيات خړ پړ كړی.
د يادونې ده چې د ائېرلېنډ او فلسطين ائتلاف په ائېرلېنډ كښې د فلسطين د ملاتړو فعالانو په يوې ډلې مشتمل دے چې د فلسطينيانو له ارمانونو څخه د دفاع او د فلسطين په باره كښې د يو مناسب دریځ لرلو ته د ائېرلېنډ د حكومت د هڅولو په هدف سره جوړ شوے دے.
983544