IQNA

بلګراډ ((په يورپ كښې دينی حقوق او ازادۍ)) نومې سيمه ايز سيمينار كوربا

21:11 - April 13, 2012
د خبر لمبر: 2303714
نړيواله ډله: ((په يورپ كښې دينی حقوق او ازادۍ)) نومې سيمه ايز سيمينار د روان هجری نمريز كال د غوئی د مياشتې په اومه نېټه د صربيا په پائېتخت بلګراډ ښار كښې كیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د قم د دينی مركز غړی سعيد خليل اويچ په بلګراډ كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل:دغه سيمينار به د جرمن فاونډېشن كانراډ آډناوئر او د بلګراډ د مسيحيت د كلتوری مركز په همت او د مسيحی او مسلمانو مفكرانو په شتون سره جوړ شی.
هغۀ زياته كړه دغو دواړو دينی او كلتوری مركزونو د تېر هجری نمريز كال د كب د مياشتې په شلمه نېټه هم د ((دين، سېكولرېزم او لائيزېزم)) په موضوع سره يو كانفرنس د بلګراډ په ((باه)) هوټل كښې وكړ او له جرمنی، اسلونی، كرواسی او صربيا څخه ټولن او ادبيات پېژاندو او د مسيحی الهياتو د پوهنتونی څانګو لوړ رتبه استاذانو د مقالو په وړاندې كولو سره وېناګانې وكړې.
د قم د دينی مركز دغه غړی په خپله وېنا كښې څرګنده كړه: زۀ به هم د اسلام په نمائندګۍ ((د سېكولرېزم نړۍ پېژندنه او معرفتی اصول د اسلام له نظره)) عنوان سره يوه مقاله په دغه غونډه كښې وړاندې كړم او د غوئی دمياشتې په سيمينار كښې به هم يوه بله مقاله د اسلام له نظره د دينی حقوقو په باره كښې وړاندې كړم.
خليل اوېچ همدارنګ په بلګراډ كښې د قم د ينی مركز د غړيو نورو فعاليتونو ته په اشارې سره وويل: په بلګراډ كښې د قم د دينی علومو مركز د ((د اسلامی تمدن د انسان پېژندنې اصول)) او ((د ځان پېژندې او له ځانه بې خبرۍ ترمېنځ د بالكان د معاصرو مسلمانانو تفكر)) په عنوانونو سره دوه تحقيقی مقالې ((ميلوشوسكی زاپېسی)) تخصصی مجلې لپاره تدوين كړی دی چې دغه مجله به د روان ميلادی كال د اوری د روانې مياشتې په وروستيو ورځو كښې په بلګراډ كښې په رسمی توګه معرفی شی.
983360
captcha