IQNA

17:18 - April 14, 2012
د خبر لمبر: 2304501

عبد الله: د سيمې هيوادونه د نورو له لاسوهنې پرته په سيمې كې د امنيت د ټينګولو توان لری

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د سپاه ځمكين پوځ مرستيال وويل د سيمې هيوادونه پخپله د سيمې امنيت تامينولی شی او نورو ته د لاسوهنې هیڅ اړتيا نشته.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپاه نيوز ويب پاڼې یې نقلوی چې هغه د ايران د ساتندويه ځواك مرستيال ښاغلی عبدالله عراقی د سيمې په هيوادونو كې د توغندوی ضد دفاعی سسټم د ځای پر ځای كولو لپاره د امريكا او لويدیځی هيوادونو هلې ځلې د ايران د اسلامی جمهوريت د قدرت نښې وبللې او زياته ئې كړه، د ايران وسله وال ځواك نن سبا د سمندری توانمنيو له پلوه په ډير ښه وضيعيت كې دی.
سردار عبدالله عراقی هم دا راز ټينګار وكړ د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران او سمندری ځواك تل تيار دی او هر ډول احتمالی ګواښ ته به غاښ ماتوونكی ځواب وركړی.
985113
captcha